آرشيف انځور: مهاجر د ترکيې څخه د يوناني سرحد پر لور| Photo: EPA/Tolga Bozoglu
آرشيف انځور: مهاجر د ترکيې څخه د يوناني سرحد پر لور| Photo: EPA/Tolga Bozoglu

انساني قاچاقبرانو ۸۴ مهاجر د ترکیې د زیتون په یوه باغ کي خوشي کړي او هغوی ته یې ویلي، چي ایټالیا ته رسیدلي دي. د دغو مهاجرو اکثریت افغانان، سوریایان او مصریان وه.

د المان خبري آژانس، ډي پي اې د جمعې په ورځ (د جنورۍ اتمه) خبر ورکړ، چي قاچاقبرانو مهاجرو ته فریب ورکړی. اصلي مقصد ته له رسولو پرته هغوی يي بل ځای ته انتقال او ورته ویل شوي، چي د اروپا اتحادیې ته رسیدلي دي.

د دغه آژانس په حواله هر مهاجر قاچاقبرانو ته د اروپا د اتحادیې یوه غړي هیواد ته د رسیدو پخاطر زر زر یورو ورکړي وې.

قاچاقبرانو هغوی په استانبول کي د لاریو په منځ کي پټ کړي وه او له ۳۰ ساعته مزل وروسته هغوی په ۶۰۰ کیلومترۍ کي د ایدین د منطقې د زیتون په یوه باغ کي خوشي کړي او هغوی ته یې ویلي چي ایټالیا ته رسیدلي دي.

د دغي منطقې اوسیدونکو د مهاجرو تر لیدو وروسته پولیسو ته خبر ورکړ. دا تر اوسه پوري معلومه نده، چي ایا قاچاقبران او د لاریو موټروانان نیول سوي دي او که څنګه. خو دا لومړی ځل ندی، چي قاچاقبران مهاجرو او بې سرنوشته کسانو ته دا ډول فریب ورکوي.

آ./ق.م./ا.ا.

منبع: د آلمان ږغ پښتو څانګه

 

نورې ليکنې