په مديترانه کي د مهاجرو کښتۍ(Reuters/D.Z. Lupi)
په مديترانه کي د مهاجرو کښتۍ(Reuters/D.Z. Lupi)

د يو راپور له مخي آلمان د څو پر له پسې کلونو راهیسې له خپلې ژمنې خلاف هغه مهاجر کم منلي چې د کښتیو له لارې يي ځانونه رسولي.

د آلمان په مرکزي پارلمان بُندستاګ کي د حزب اختلاف کيڼ ګوند د آلمان له حکومت څخه د هغه منل شویو مهاجرو د شمیرو غوښتنه کړې وه چې په کښتیو کې آلمان ته رسیدلي دي. د «نويه اوسنابريکر څايټونګ» ورځپاڼې د راپور پر اساس چې د حکومتي سرچینو پر مټ چمتو شوی د غه هیواد له خپلې ژمنې کم مهاجر منلي دي.

په راپور کي راغلي دي چي د ۲۰۱۸ کال د جون مياشتې څخه بيا تر ۲۰۲۰ کال د دسمبر مياشتي تر ۲۱ نېټي پوري په ټوليزه توګه ۸۴۵ داسي مهاجر آلمان ته راوستل سوي چي تر مخه د مديترانې په سمندر کي ژغورل سوي ول. دغه مهاجر له ژغورنې وروسته لومړی مالتا او ايټاليې ته وړل سوي او بيا آلمان ته راوستل سوي دي.

د راپور له مخي په ياده موده کي آلمان د خپلې ژمنې دريمه برخه مهاجر په رشتيا آلمان ته راوستلي دي. آلمان ژمنه کړې وه چي له کښتیو د ژغورل شویو مهاجرو د پناه غوښتنې د پروسې مسولیت به پر غاړه و مني.

نور ولولئ: په ۲۰۲۰ کې جرمني ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمېر کم شوی و

د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي چی د آلمان حکومت د ۲۰۱۸ کال له نیمايي راهيسي په ټوليزه توګه د ۱۳۱۴ د کښتيو د مهاجرو د اخيستلو ژمنه کړې وه.

د وزارت په وينا ۱۸۱ کسان چي بايد له ايټاليې يا مالتا څخه آلمان ته راوستل سوي وای ځکه را نه وستل شول چې پر شرایطو برابر نه ول. زياته سوې چی په ۱۱۴ مواردو کي د امنيتي دلايلو پر اساس دغه مهاجر آلمان ته نه دي راوستل شوي. وزارت وايي چي يو شمير داسي مهاجر هم ول چي هغوی پخپله نه غوښتل چي آلمان ته راسي. د آلمان حکومت وايي چي د معلوماتو له مخي يې ۱۸۷ داسي مهاجر هم سته چي بايد آلمان منلي وای، خو هغوی ځانونه پټ کړي دي.

 زياته سوې ده چي اکثره هغه کسان چي د آلمان د حکومت د ژمني پر اساس د پناه غوښتنې چارې يي په دغه هیواد کې ترسره شوي وای، د رد ځوابونه يي ترلاسه کړي. ويل سوي چي د کښتۍ مهاجر چي آلمان اخيستي پکښي د ۴۹۴ کسانو د پناه غوښتنې دوسيې يې د بامف له خوا بشپړه سوي چي پکښي صرف ۹۰ کسانو ته پناه ورکول سوې ده. دا د دې ښودنه کوي چې د قبولي ترلاسه کوونکو کچه یوازې ۱۸ سلنه ده.

د کيڼ ګوند سياستوالي، اولا يېلپکه نیوکه کړې چي «دغه سخت عملي کېدنه په لوړه اندازه د تاسف وړ ده.»

پر هيوادونو د ويش وروسته آلمان ۵۴۲ د کښتيو هغه مهاجر منلي چي له وړاندې مالتا ته انتقال کړل سوي ول. خو د ۲۰۱۸ کال د جون مياشتي راهيسي د آلمان له خوا د ۵۳۶ داسې مهاجرو د منلو ژمنه سوې وه. په دغه موده کي ۳۹۳ مهاجر له ايټاليې څخه آلمان ته راغلي دي. دا په بشپړه توګه د ژمنه سوو ۷۷۸ مهاجرو نيمه برخه تشکيلوي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې