تر سن کم مهاجر په آلمان کي
تر سن کم مهاجر په آلمان کي

د فرانس پرس خبري آژنس د خبر له مخې آلماني چارواکو سره اوسمهال نژدې ۱۶۰۰ داسي مهاجر د لادرکه سوو کسانو په توګه ثبت دي چي عمرونه يې تر ۱۸ کالو کم دي.

د «اوسنابريوکر څايټُنګ» په نوم آلمانۍ ورځپاڼي ليکلي چي د روان ميلادي کال د جنورۍ د ۴ مې شمیرې ښودلې چي د ۱۴ او ۱۷ کالونو تر منځ عمر لرونکو هغو مهاجرو شمير ۹۷۲ دی چي لادرکه دي. د آلمان د جنايتونو ضد ادارې بي کې اې په حواله زياته سوې چي ۶۰۷ داسي مهاجر ماشومان هم لادرکه دي چي عمرونه يې تر ۱۳ کالو پوري دي. 

يادي ورځپاڼي د بي کې اې له وينا ليکلي دي چي ښايي په اکثرو مواردو کي د دغو لادرکه کسانو د لادرکۍ لاملونه د اندېښنې وړ نه وي:« ډیری وختونه دغه ماشومان له کوم پلان پرته ځانونه نه پټوي بلکه غواړي چي په آلمان کي دننه او يا هم په اروپا کي د خپل مور او پلار يا نورو خپلوانو سره يوځای سي.»

د يادي جنايي ادارې په حواله زياته سوې ده چي زيات وختونه دغه ماشومان د ځان سره اسناد نه لري او د هغوی نومونه په بيلو طريقو/املاؤ ليکل کيږي چي له کبله يې هم زيات وختونه يو کس څو ځله ثبت سوی وي.

په راپور کي راغلي چي په آلمان کي له لادرکه کم عمره مهاجرو څخه اکثره يې له افغانستان، مراکش، الجزاير، سوريې او سوماليا څخه دي. د پخوا په پرتله د لادرکه سوو ماشوم مهاجرو شمير راکم سوی دی. په ۲۰۱۶ کال د مهاجرت د بحران د عروج پر وخت ۸۹۰۰ کمسن مهاجر لادرکه ول. د ۲۰۱۸ کال په پېل کي ۵۳۳۴، د ۲۰۱۹ کال په پيل کي ۳۱۹۲ کسان لادرکه ول.

د لادرکه مهاجرو په شمير کي د کمښت راتلو يوه وجه دا اټکل کيږي جي په تيرو کالونو کي په مجموعي توګه آلمان ته د پناه غوښتونکو په راتلو کي کموالی راغلی دی. د دې تر څنګ يو شمير لادرکه سوي مهاجر تر ۱۸ کلنۍ اوښتي دي او په دې توګه هغوی په شمیرو کي نه راڅرګنديږي.

د بي کې اې په حواله ويل سوي چي د لادرکه کېدنې له دوسيو څخه د ۶۹ فيصدو لاملونه معلوم کړل سوي دي. خو زياته سوې چي دغه شرحه په ۲۰۱۹ کال ۸۷،۶ فيصده او په دې توګه زياته وه. 

په آلمان کي د ماشومانو د ملاتړ سازمان «کينډر هيلفسوېرک» غوښتنه کړې ده چي د لادرکه سوو ماشوم مهاجرو د لادرکه کېدنې د لاملونو معلومولو له پاره هلي ځلي بايد چي لا پراخي او ګړندۍ سي. د دغه سازمان د رئيس، توماس کريوګر په وينا په زياته د کرونا پاندمي پر وخت بايد د ماشومانو سره بايد اړيني مرستي ممکنه وي. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې