۲۶ کلن جواد علي زاده هغه افغان کډوال دی چې تازه د جنورۍ په ۵ تاریخ فرانسې ته رسیدلی. هغه له خپلې میرمنې او کوچنۍ لور سره یو ځای د شپې په دغه سړه هوا کې چې باران هم وریږي او د تودوخې درجه ۹ سانتي ګراد دی
۲۶ کلن جواد علي زاده هغه افغان کډوال دی چې تازه د جنورۍ په ۵ تاریخ فرانسې ته رسیدلی. هغه له خپلې میرمنې او کوچنۍ لور سره یو ځای د شپې په دغه سړه هوا کې چې باران هم وریږي او د تودوخې درجه ۹ سانتي ګراد دی

هره شپه لسګونه کډوالې کورنۍ د ژمي په غه سړه هوا کې د پاریس شمال شرقي څنډې ته راټولیږي تر څو ځان ته د یوې شپې لپاره د خوب ځای پیداکړي. خیریه ټولنې هڅه کوي چې دوې ته د یوې شپې لپاره موقته سرپناه و مومي. مهاجر نیوز دغې سیمې ته ورغلی او له یو شمیر کورنیو سره يي خبرې کړي.

د دغو بې کوره کډوالو په منځ کې افغانې کورنۍ هم شته چې په سړه هوا کې د یوې شپې سرپناه موندلو لپاره د پاریس اوبرویلیي سیمې ته راغلي. یو شمیر يي نه غواړي چې له رسنیو سره خبرې وکړي او تصویرونه يي واخیستل شي.


۲۶ کلن جواد علي زاده هغه افغان کډوال دی چې تازه د جنورۍ په ۵ تاریخ فرانسې ته رسیدلی. هغه له خپلې میرمنې او کوچنۍ لور سره یو ځای د شپې په دغه سړه هوا کې چې باران هم وریږي او د تودوخې درجه ۹ سانتي ګراد دی د خوب ځای د موندلو لپاره انتظار باسي.

جواد علي زاده وايي: "له دریو ورځو راهیسې هره شپه په دغه سړه هوا کې دلته راځو ترڅو د شپې ځای پیداکړو. دوې یوازې د یوې شپې لپاره مونږ ته ځای راکوي او د ورځې لخوا بې سرنوشته ګرځو.مونږ نشو کولای دا ډول خپل ژوند ته ادامه ورکړو."



د جواد میرمن ۲۷ کلن زهرا مرادي وايي: "چې د یو نیم کلونو ماشومه هیلینا د یونان د موریا کډوالو په کمپ کې زیږیدلې. مونږ د کفدا، سامو سوسیال، اوفي او نورو دفترونو ته زنګ ووهل خو مونږ ته وايي چې د سرپناه لپاره باید انتظار وباسئ."



سعید هغه یو کلن سومالیايي ماشوم هم د دغو کډوالو په منځ کې دی. دغه ماشوم ژاړي. موريي هڅه کوي هغه ته ناز ورکړي او کراره يي کړي. د سعید مور له سترګو اوښکې راځي او وايي: "روغتیايي حالت يي سم نه دی"



د آوا کورنۍ چې له سوماليي نه راغلې، په ۲۰۱۸ کال کې فرانسې ته د ننه شوې. د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې دوې د مهاجرت قانوني اسناد هم اخیستي خو بیا هم له خپلو ماشومانو سره یوځای له سرپناه پرته وخت تیروي. دوې په فرانسوي ژبه خبرې نه شي کولای او نه پوهیږي چې د کور د پیدا کولو لپار څه وکړي.



د اوو اولادونو مور آوا چې په سړه هوا کې د خپلې کورنۍ په اړه اندیښمنه ده وايي: ۱۵ کلنه لور او ۱۴ کلن ځوې يي په سومالیا کې زیږیدلي. ۷ کلن زوی خالد او ۶ کلنه لور حمسه او بل ۴ کلن زوی يي په اطریش کې دنیا ته راغلي. سعید یو کلن زوی مې فرانسه کې پیدا شوی.



سعید ته نږدې د هغه مشر ورو فادومو ډیر سخت اندیښمن ښکاري. هغه څه کوي چې د خپلې مور غم ورک کړي او په فرانسوي ژبه په کراره مونږ وايي: " نه غواړم چې مور مې وژاړي" تاسي کولای شی مرسته وکړئ او د خوب لپاره مونږ ته یو ځای پیدا کړئ.    


 په پاریس کې د ایتوپیا ۵۶ رضا کاران له محلي کورنیو سره هماهنګي کوي او د دوې په کورونو کې کډوالو ته د شپې لپاره سرپناه برابروي. یو شمیر نورې خیریه ادارې هم سیمې ته راغلي ترڅو پردوې خوراکي مواد وویشي او په اداري کارونو کې ورسره مرسته وکړي.

 

نورې ليکنې