د فرانسې بندري ښار کالې کې د بار وړونکو موټرو کاروان.انځور: رویټرز
د فرانسې بندري ښار کالې کې د بار وړونکو موټرو کاروان.انځور: رویټرز

چارواکي وايي چې د چهارشنبې په ورځ د فرانسې په لویدیځ کې پولیسو په یوه لارۍ موټر کې شپږ تنه افغانان موندلي. ویل شوې چې دغه افغان کډوال چې عمرونه يي د ۱۳ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي، له لارۍ څخه د ایستلو وروسته د لوږې او سړې هوا له امله سخت زیامن شوي و.

د فرانسې د لونس لوسونیي ښار څارنوال ویلي چې دغه کډوال د ښار د ژورا په نوم یوه لویه لار کې د پولیسو لخوا له باو وړونکي لارۍ څخه ایسل شوي.

د دغه ښار څارنوال لیونل پاسکال رسنیو ته ویلي: « دغه افغان ځوانان په خپله خوښه په موټر کې پټ شوي ول او ښايي چې انساني قاچاقچیانو دوې ته لارښوونه کوله.»

د لارۍ چلوونکی چې په موټر کې يي د کډوالو له پټیدو خبر نه و له یو شمیر غږونو وروسته پوه شو چې په موټر کې يي کډوال ځای پر ځای شوي او د سه شنبې په ورځ يي پولیسو ته خبر ورکړ.

نور ولولئ: فرانسه: ۲۰ مهاجر په یوه لارۍ کې موندل شوي

لیونل پاسکال همدارنګه وویل:« د دغو ځوانانو بدن د سړې هوا له امله زیانمن شوی. دوې له سو تغذيي سره هم مخامخ دي.» د څارنوال په خبره له دې ډلې څلور تنه يي روغتون ته استول شوي.

تیر کال مرستندویان د فرانسې به ختیځ کې یو بار وړونکی لارۍ پیدا کړ. له هغه څو ورځې وروسته ۲۰ تنه نور هم په بل موټر کې و موندل شول.

چارواکي په ۲۰۱۹ کال کې مهاجر نیوز ته وویلي و:« قاچاقچیان له بار وړونکو لاریو څخه په منظم او په مکرر ډول د کډوالو د انتقال لپاره استفاده کوي.» د هغه په خبره یو شمیر موټر چلونکي هم له قاچاقچیانو سره مرسته کوي.

 

نورې ليکنې