چپ لاسته نثار چې له بریتانوي پوځیانو سره يي هلمند کې په د جګړې په لومړۍ کرښه کې دنده ترسره کوله. انځور: ډیلي میل
چپ لاسته نثار چې له بریتانوي پوځیانو سره يي هلمند کې په د جګړې په لومړۍ کرښه کې دنده ترسره کوله. انځور: ډیلي میل

د بریتانوي پوځیانو یو پخوانی افغان ژباړونکی چې اوسمهال له خپلې ناروغې ښځې سره د یونان لیسبوس د کډوالو په یو کمپ کې بند پاتي، بریتانیا ته د تګ هیله لري.

برتیانوۍ ورځپاڼې ډیلی میل د تیرې شنبې په ورځ د جنورۍ په ۱۶ خبر ورکړی چې ۲۹ کلن نثار چې شاوخوا دوه کاله يي له بریتانوي ځواکونو سره یوځای په هلمند کې د جګړې په لومړی کرښه کې دنده درلوده، اوس لیسبوس کې د کډوالو یو تر ټولو بدنامه کمپ کې چې د جهنم لقب ورته رکړل شوی وخت تیروي.

ډیلي میل لیکلي چې نثار او ۲۸ کلن میرمن يي ناظارین، د طالبانو له ګواښ څخه ۲۷ میاشې وروسته اوس له بریتانوي چارواکو یو لیک تر لاسه کړی چې له امله يي په بریتانیا کې د پاتې کیدو اجازه پیداکوي.

دغه افغان ځوان له خپلې میرمنې سره ډیر غمجن او په ژړا سره ډیلي میل ورځپاڼې ته وویل: «د لیک په لاسته راوړلو سره زمونږ خوب اوس په حقیقت بدلیږي.» هغه له بریتانیا دولت څخه له دې امله مننه کوي.

پخوانی بریتانوۍ پوځي او د سولها ټولنې بسټ ایښودونکی پیتر ګوردون چې د بریتانیايي ځواکونو له پخوانیو ژباړونکو ملاتړی دی، د برتیانیا دولت لخوا د دغه افغان ژباړونکی د منلو هرکلی کوي او دا یو مهم ګام بولي.

یاده ټولنه له بریتانیايي چارواکو غواړي چې د کډوالۍ په نوي پالیسۍ کې دې ژباړونکو ته دې له دریم هیواد څخه په بریتانیا کې د پناه غوښتنې اجازه ورکړل شي. د ټولنې مسولین وايي چې د نثار په څیر ګڼ شمیر نور هم له دغې ستونزې سره لاس او ګریوان دي.

وروسته له هغه دغه پخوانۍ افغان ژباړونکی ته د بریتانیا دولت پام شو چې په دې برخه کې له نوموړي سره د مرستې یو عامه کمپاین پیل شو.  

ډیلي میل زیاته کړې چې دا لا نه ده څرګنده چې د نثار او میرمنې دوسیې ته په یونان کې د بریتانیا سفارت لخوا رسیدنه کیږي او که نه تر څو دوې ته بریتانیا ویزه صادره شي.

ویل شوې چې دا به لومړی ځل وي چې د برتیانیا دولت لخوا له یو دریم هیواد څخه د افغان ژباړونکي هرکلی وشي.

وروسته له هغه چې په دوبي کې اور لګیدنې، لیسبوس کې د موریا کمپ ویجاړ کړ نثار له خپلې میرمنې سره یوځای د کاراتپه کمپ انتقال شو. هغه ډیلي میل ورځپاڼې ته ویلي: « مونږ له یو جهم نه بل جهم ته انتقال شو.»

کاراتپه کمپ کې د ژوند لومړنیو امکاناتو ته سمه لاسرسۍ نشته او کډوال پکې په سختو شرایطو کې شپې سبا کوي.

نثار یادې بریتانوۍ ورځپاڼې ته ویلي: «د ژوند شرایط په دغه کمپ کې ډیر سخت او خطرناک دی او مونږ غواړو چې ژر تر ژره بریتانیا ته ولاړ شو.»

نور ولولئ: لسګونه نور افغان ژباړونکي برتانیا کې د مېشت کېدو اجازه ترلاسه کوي

دغې ښځې او میړه د ۲۰۱۹ کال په پای کې له ۴۹ نورو کډوالو سره یوځای د آژې سمندر له لارې د لیسبوس ټاپو د کډوالو تر ټولو لوی کمپ ته ورسیدل. دغه کمپ د ژوندانه د سختو شرایطو له امله د نړۍ تر ټولو بدنامه کمپ بلل شوی.

نثار د ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۱ کاله پورې هلمند ولایت کې له برتیانوي پوځیانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دنده ترسره کوله او له هغه وروسته يي له امریکايي پوځیانو سره د افسر په توګه دنده پیل کړه.

 

نورې ليکنې