د فرانسې په ختیځ کې سلګونه بې سرپناه کډوال په دې وروستیو کې تر واورو لاندې شپې سبا کړې. انځور: یوتوپیا ۵۶
د فرانسې په ختیځ کې سلګونه بې سرپناه کډوال په دې وروستیو کې تر واورو لاندې شپې سبا کړې. انځور: یوتوپیا ۵۶

د فرانسې لویدیځ بندري ښار کالې کې د «سختې سړې هوا پلان» له اعلان سربیره، سلګونه کډوال دې ته اړ شوي چې تر واورو لاندې په سړه هوا کې ویده شي. چارواکي یوځل بیا د ګراند سنت په ښار کې ۵۰۰ بې سرپناه کډوالو ته د هرکلي د مرکزونو له پرانیستلو ډ ډه کړې.

د اونۍ په دوو وروستیو ورځو کې د فرانسې په لویدیځ کې د کالې او ګراندسنت په ښارونو کې د واورې وریدنې له امله هوا ډیره سړه وه او شاوخوا ۱۰۰۰ تنه کډوال په سختو شرایطو کې له سرپناه پرته شپې سبا کولې.

د جمعې په ورځ د فبرورۍ په ۱۵، د پادو کاله قومندان لخوا د سړې هوا پروګرام په چوکاټ کې د شاوخوا ۲۰۰ بې سرپناه کډوالو لپاره یو مرکز پرانیسل شو.

ټاکل شوې وه چې دغه پروګرام د دریو ورځو یعنی تر تیرې ورځې پورې دوام پیدا کړي وای. د یوتوپیا ۵۶ له سازمان څخه د سیلوه مدریان په خبره :« هوا لاهم سړه ده او کډوال د سړې هوا له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.»

د یاد سازمان په وینا، د بې سرپناه کډالو د مرکز له پرانیستلو سربیره بیا هم ګڼ شمیر کډوال دغه مرکز ته لاسرسی نه دی پیدا کړی. د سازمان په وینا یاد کډوال یا نه دي غوښتي او یا هم د بې خبرۍ له امله بې سرپناه پاتي. خو بل پلو بیا چارواکي وايي چې بې سرپناه کډوالو ته يي د سرپناه د خبردارۍ په موخه سیار ټیمونه موظف کړي و.

سیلوه مدریان وویل:« کاله کې ۶۰۰ بې سرپناه کډوالو ته وړاندیز شوی پیشنهاد بسنه نه کوي.»

ګراند سنت کې د بیړنیو بشري مرستو اړتیا

د ګراند سنت حالت له کالې څخه بد ښودل شوی.په دغه ښار کې د یوتوپیا ۵۶ سازمان همغږې کوونکې لور پیشو وايي چې له سړې هوا څخه د کډوالو د ژغورنې لپاره « هیڅ کار نه دی شوی».

د فرانسې خبري آژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د فرانسې د ختیځ قومنداني پریکړه کړې چې په ګراند سنت کې کډوالو لپاره د هرکلي مرکز و نه پرانیزي تر څو په یوه سیمه کې د کډوالو د تجمع مخنیوی وشي.

د قومندانۍ مرستیال هروه تورمانت وویل چې دوې غوره ګڼي چې د هرکلي مرکز د پرانیستلو پر ځای کډوال د (CAES ) د ارزوني او هرکلي مرکز ته واستوي. هغه وايي:« په دغو مرکزونو کې لاهم ۱۵۰ تنو لپاره ځای شته.» هغه فرانس پرس سره په خبرو کې زیاته کړه « د اړتیا په صورت کې نوي مرکزونه هم پرانیستل شي.»

نور ولولئ: فرانسه: د شمالي سیمې قومندان سواحلو ته نږدې د مهاجرو د کمپونو د خالي کولو څخه دفاع وکړه

د یوتوپیا سازمان څخه د لور پیشو وايي چې ډیرۍ کډوال د هرکلي مراکزو ته د تګ لپاره لیوالتیا نه لري:« کډوال وايي چې دغه مرکزونه پاک نه دي، اجتماعي کارمندان ورسره مناسب چلند نه کوي او انګلیسي خبرې نه کوي. دا مرکزونه ډیر لري هم دي.»

د ګراند سنت ښار وال د ستونزې د حل لپاره وړاندیز کړی چې له دولت سره د یو رسمي تړون په صورت کې به د کډوالو لپاره د هرکلي یو مرکز پرانیزي.

د کډوالو، پولیسو او خیریه سازمانونو ترمنځ شخړه

د دغه حالت په دوام سره، لاهم د ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې کډوال د پویتوک ځنګل کې د « غیر انساني » شرایطو په حالت کې شپې او ورځې سبا کوي.

د لور پیشو په وینا، د ښځو او ماشومانو په ګډون کډوال تر واورو لاندې او خټو کې ژوند تیروي چې د تشنابونو او حمام امکاناتو ته لاسرسۍ نه لري. له دې سره، هره اونۍ پولیس د کډوالو د خیمو ټولولو او ویجاړولو ته دوام ورکوي.

د یوتوپیا سازمان مسولین وايي چې د ښاروالۍ پولیسو لخوا په درې وروستو ورځو کې د پویتوک کمپ ته د د دوې د تګ او کډوالو ته د خوراکي موادو د ویش مخنیوی شوی دی.

 

نورې ليکنې