لیسبوس ته نږدې د کډوالو یوه کښتۍ. انځور:رویټرز
لیسبوس ته نږدې د کډوالو یوه کښتۍ. انځور:رویټرز

یوناني چارواکي د یو کډوال جسد چې ویل کیږي د سړې هوا له امله يي ژوندل بایللی، لیسبوس ټاپو ته نږدې له اوبو څخه ایستلی او ۲۷ تنه نور يي ژغورلي. ډیرۍ دغه کډوال د سوماليي وګړي دي.

د یوناني چارواکو په خبره، سمندري ځواکونو د سه شنبه په ورځ د جنورۍ په ۱۹، د لیسبوس په جنوب کې د جیرا ساحل کې د یو کډوال جسد موندلی. په ورته وخت کې ۲۷ تنه نور هم دغلته ژغورل شوي چې له ژغورنې وروسته په کښتۍ کې میتلین او وروسته بیا د دغه ښار روغتون ته لیږدول شوي.

د راپورونو پر اساس، دغه کډوال د کښتۍ له لارې له ترکیې څخه حرکت پیل کړي و او د دوشنبې په شپه يي ځانونه د جیرا ساحل ته رسولي ول.

په وروستیو ورځو کې چې په یونان کې هوا ډیره سړه ده ویل کیږي چې موندل شوی کس د سړې هوا له امله مړ شوی.

مرستندویان ۲۴ تنه کډوال چې ۱۵ يي ښځې، یو ماشوم او ۸ تنه نارینه ول وژغورل، له دغې پیښې لږه موده وروسته درې نور کډوال چې ورک شوي ول په یو بل ساحل کې و موندل.

د آژه په سمندر کې د یونان ټاپوګانې اروپا ته د کډوالو د ننوتلو یو له مهمو لارو شمیرل کیږي. د ډسمبر په میاشت کې لیسبوس ته نږدې په اوبو کې د یوې سومالیايۍ میرمنې جسد و موندل شو.

 

نورې ليکنې