د ۲۰۲۱ د جنورۍ پر ۱۹مه کالې ښار مرکز کې مهاجر کمپ وتړل شو. کرېډېټ: اوبرژ دو میګران
د ۲۰۲۱ د جنورۍ پر ۱۹مه کالې ښار مرکز کې مهاجر کمپ وتړل شو. کرېډېټ: اوبرژ دو میګران

پرون سه شنبه د فرانسې شمالي ښار کالې په مرکز کې یو مهاجر کمپ وتړل شو. د سازمانونو له مخې دا لومړی ځل دی چې د دغه ښار په زړه کې ورته عملیات ترسره کېږي.

د مهاجرو د حقونو مدافع سازمان یوتوپیا ۵۶ کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي فرانسوي چارواکو پرون سه شنبه د جنورۍ ۱۹مه د کالې ښار مرکز کې د مهاجرو هغه کمپ وتاړه چې تر دوو پلونو لاندې جوړ شوی و.

د فرانسې خبري اژانس په حواله سیمه د امنیتي ځواکونو تر محاصرې لاندې وه او د رسنیو په ګډون چا کمپونو ته لاسرسی نه درلود.

بیا ولولئ: د فرانسې په لوېدیځ کې کډوال تر واورو لاندې ویده کېدو ته اړ شوي

د یوتوپیا ۵۶ غړی پییر وایي چې د امنیتي ځواکونو موټرونو مهاجر د هرکلي او ازمویلو مرکز ته انتقالول.

په ورته مهال د فرانسې ملي پولیسو په خپله ټویټر پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې «۱۱۵ مهاجر د نېدونشل، کروازي او مېرلیمون دیپارتمنتونو هرکلي مرکزونو ته انتقال شوي دي.»

«بې ساري عملیات»

پییر زیاتوي چې «له څو ورځو راهیسې د عملیاتو په اړه اطلاعیه پر دېوالونو لګول شوې وه. خو داسې عملیات بې ساري دي. دا لومړی ځل دی چې دومره سرتېري د ښار په مرکز کې د مهاجر کمپ د تړلو لپاره استول کېږي.»

سازمانونو بیا په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «پر فېدېرب پل باندې د پولیسو ۱۰ موټرونه، د ملي پولیسو ۱ موټر، د ژاندارمري ۱ موټر، د مدني ساتنې ۱ موټر او ۲ نور موټرونه لیدل کېدل.»

دغو مهاجرو هوټل دو ویل ته څېرمه تر دوو پلونو لاندې خپلې خیمې درولې وې. د یوتوپیا ۵۶ غړي پییر په خبره دوی «کله چې له نورو سیمو څخه شړل کېږي دلته راځي.»

بل پلو د پولیسو قومنداني وایي چې داسې کمپونه د مهاجرو او د سیمې د اصلي اوسېدونکو لپاره د جدي امنیتي او روغتیایي ستونزې لامل ګرځېدلی شي.

خو د بشري حقونو څار سازمان مشرې ساندرا کومېل په وینا «کډوال تر دې دمه د پولو لاندې څخه نه وو ایستل شوي.» نوموړې د فرانسې خبري اژانس سره خبرو کې ویلي چې مهاجر «په زوره» سرویسونو کې سپاره کړل شوي دي.

هغه اندېښنه ښيي چې له دې وروسته د کالې د نورو سیمو په شان مهاجر هره ورځ د پلونو لاندې څخه هم وشړل شي.  

 

نورې ليکنې