الپ غرونو کې د کډوالو انځور. کرېډېټ: پیکسابې
الپ غرونو کې د کډوالو انځور. کرېډېټ: پیکسابې

د توس میګران په نامه سازمان چې له هغو مهاجرو سره مرسته کوي چې غواړي د الپ غرونو له لارې فرانسې ته ځان ورسوي وایي، سرحدي پولیسو یې کارکوونکي ځوروي. دوی زیاتوي چې د شپې ګرځبندیز د نه مراعاتولو لپاره وار وار جریمه شوي دي. یاد سازمان دغه راز د هغو مهاجرو د برخلیک په اړه اندېښنه ښیی چې د سرحدي پولیسو له خوا نیول کېږي.

د فرانسې په بریانسون ښار کې چې الپ غرونو ته نږدې موقعیت لري د توس میګران سازمان غړې انیېس انتوان وایي: «د هوا د تودوخې درجه منفي ۱۵ ته ښکته شوې ده. هغه مهاجر چې فرانسې ته د رسېدو په هیله له غرونو څخه تېرېږی د مرګ له خطر سره مخ دي. موږ غواړو چې ورسره مرسته کوو خو سرحدي پولیس موږ ځوروي.» دغه سازمان سرحدي پولیس او امنیتي ځواکونه په دې تورنوي چې د بشردوستانه فعالیتونه یې مخه نیسي.

هغه زیاتوي: «د جنورۍ له ۶مې راهیسې موږ د شپې د ګرځبندیز د نه مراعاتولو له امله نږدې ۳۰ ځله جریمه شوي یو. دا په داسې حال کې چې سازمانونه د کاري سند په لرلو سره حق لري چې د شپې له خوا هم کار وکړي.»

«د قواعدو مراعاتول»

د توس میګران او د نړۍ ډاکټرانو له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «تالاشي ګانې، د جریمې خبرداري او پر هغو ښاریونو فشارونه چې غواړي له مهاجرو سره مرسته وکړي څو چنده شوي دي. د ۲۰۲۱ د جنورۍ په ۸مه په داسې حال کې چې مون ژنېور کې مې ګزمه کوله د ژاندارمو دوو ډلو ۴ ځله ونیولم. که څه هم د توس میګران له خوا راکړل شوی سند راسره و خو درې ځله مې د جرمانې خبرداری ترلاسه کړ.»

د هوت الپ قومنداني بیا کډوال نیوز سره په خبرو کې دغه ادعاوې ردوي. د یادې قومندانۍ یوه اعلامیه کې راغلي چې سرحدي پولیس «د قوانینو په مراعاتولو سره» خپله دنده ترسره کوي. اعلامیه کې زیاته شوې چې د سازمانونو غړي کولی شي چې د ګرځبندیز پر مهال د شپې له ۶ د سهار تر ۶ جو پورې خپلو ګزمو ته ادامه ورکړي خو باید هغه کاري سند ورسره وي چې د سازمانونو له خوا ورته ورکړل شوی دی. پولیسو بیا د سندونو د اعتبار د تاییدولو صلاحیت لري.

«سرحدي پولیسو له موږ نه چې ورسره مرسته وکړو»

انیېس انتوان وایي: «پولیس موږ ځوروي خو بیا له موږ نه غوښتنه کوي چې ورسره مرسته وکړو، او یا کله چې مهاجر د دوی په قومندانۍ کې دي له موږ نه غواړي چې د مهاجرو پسې قومندانۍ ته ورشو. دوی نه پوهېږي چې له مهاجرو سره باید څه وکړي. دا د تعجب خبره ده.»

بېلګه: سرحدي پولیسو د جنورۍ پر ۱۵مه د شپې له خوا د ماشومانو په ګډون ۲۲ ایراني او افغان مهاجر غرونو کې ونیول. د توس میګران په حواله «پولیسو ټولو دغو کسانو ته له فرانسې څخه د اخراجېدو سندونه او فرانسې ته د بېرته راتګ د منع سندونه ورکړي وو.» سرحدي پولیسو بیا توس میګران ته زنګ وویل چې له دغو کسانو سره مرسته وکړي.

«د مهاجرو په ډله کې د کورنیو شمېر زیاته شوی»

د توس میګران خبرپاڼه کې دا هم راغلي: «دولت په منظمه توګه مهاجر له سرحده بېرته ایټالیا ته اخراجوي، ورڅخه اصلا پوښتنه نه کوي چې ایا فرانسه کې پناه غواړي که نه.»

د دغه سازمان له مخې په تېرو څو میاشتو کې له الپ غرونو څخه د تېرېدونکو مهاجرو په ډله کې د کورنیو شمېر زیات شوی دی. تر دې دمخه اکثره وختونه د لوېدیځي افریقا څخه راغلو مهاجرو له الپ غرونو څخه د تېرېدو لپاره هڅې کولې. خو نن سبا د منځنۍ اسیا اصلي اوسېدونکي لومړی له سلوانیا څخه د ایټالیا شمالي برخې ته ځان رسوي او بیا د غرونو له لارې فرانسې ته راځي.

توس میګران وایي چې د ۲۰۲۰ له سپټمبر میاشتې راهیسې یې د خپلو ګزمو پر مهال له ۱۹۶ مهاجرو سره مرستې کړې دي. 

 

نورې ليکنې