ماشومان د پاریس په شمالي سیمه کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
ماشومان د پاریس په شمالي سیمه کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

که څه هم د بشري حقونو مدافع بنسټونه د کورونا ویروس ضد واکسین د بهیر د سستوالي په اړه اندېښنې ښي، خو دوی هیله لري چې تر راتلونکي پسرلي پورې د مهاجرو د هرکلي په بېړنيو مرکزونو کې د کډوالو د واکسین لړۍ پیل شي.

مهاجر په معموله توګه د هغو کسانو په ډله کې راځي چې له روغتیایي ګواښونو سره مخ دي. خو تر دې دمه یې ځای د کورونا ویروس ضد واکسین لړۍ کې نه دی معلوم. د بې سرحده ډاکټرانو اداره هیله لري چې راتلونکي پسرلي کې دغو کسانو ته واکسین ورکړل شي.

د یادې ادارې غړې کورین تور کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي: «هیله لرو چې پسرلي کې د مهاجرو د واکسین لړۍ پیل شي. که دغه لړۍ کې ځنډ راشي، ښایي مهاجر ټیټ و پرک شي ځکه چې د ژمي په پای کې د هرکلي بېړني مرکزونه تړل کېږي.»

بیا ولولئ: سرپناه نه لرونکي کسان د کورونا ویروس د نښو د لرلو په صورت کې څه باید وکړي؟

د فرانسې د روغتیایي چارو عالي مقام تېره نومبر میاشت ویلي وو چې ۳۰۰ تر ۶۰۰ زره بې سنده کسانو ته لومړیتوب ورکوي.

«وړیا واکسین»

تر دې دمه فرانسه کې بوډاګان او روغتیایي کارکوونکي د واکسین له پروګرامه برخمن شوي دي. خو کورین تور وایي چې مهاجرو ته هم پای کېږي. نوموړې زیاتوي چې واکسین د ټولو کسانو لپاره - د هغو کسانو په شمول چې دولتي بیمې لکه AMA او PUMA هم نه لري - وړیا دی.

بل پلو د نړۍ ډاکټرانو د اداري شورا غړې کرین رولان وایي: «دولت ښه اراده لري، زیان منونکو ته یې لومړیتوب ورکړی، خو موږ تر دې دمه نه پوهېږو چې دا پروسه به څنګه ترسره شي.»

د بې سرحده ډاکټرانو اداره زیاتوي چې مهاجر په ځانګړې توګه د کورونا ویروس له خطر سره مخ دي. په وینا یې د لومړۍ څپې پر مهال د سن سن دني په دوو استوګنځیو کې ۸۹ سلنه مهاجر په کورونا ویروس اخته شوي وو.

هغه کسان چې له ګواښ سره مخ دي

ایا مهاجر چمتو دی چې د کورونا واکسین وکړي؟ کورین تور وایي: «تر اوسه مو په دې هکله له مهاجرو سره خبرې کړې نه دي. دمګړۍ اصلي هدف مو دا دی چې مهاجر د اوسېدو ځایونو او خپلو حقونو ته لاسرسی پیدا کړي. موږ تر هغه وخت پورې خپل کمپاین نه پیلوو چې د واکسین مرکزونه پرانیستل شوي نه وي. اوس یوازې د راتلونکي لپاره تیاری نیسو، د بېلګې په توګه د واکسین په اړه سندونه بېلابېلو ژبو ته ژباړو.»

بل پلو د فرانس تېر دزیل سازمان عمومي مشره دلفین رویو وایي چې مهاجر باید ژباړونکو ته لاسرسی ولري ترڅو په سمه توګه د واکسین په اړه خپل رضایت یا مخالفت وښيي.

«واکسین سره موافق یم»

د فرانسې خبري اژانس له ځینو مهاجرو سره د کورونا ویروس ضد واکسین په اړه خبرې کړې دي. یو افغان مهاجر چې له نږدې یو کال راهیسې فرانسه کې اوسېږي وایي: «نه پوهېږم چې ایا دغه واکسین د باور وړ دی که نه. خو که ما ته د واکسین کولو زمینه برابره شي، زه ورسره موافق یم.» هغه زیاتوي چې په منظمه توګه خپل لاسونه مینځي او ماسک کاروي.

د روغتیایي چارو عالي مقام بیا وایي چې که مهاجر ډیابت ولري لومړي پړاو کې ورته واکسین ورکول کېږي. مانا یې دا چې په تیوري کې مهاجر ډېر ژر د واکسین له پروګرامه برخمن کېدلی شي.

 

نورې ليکنې