آرشيف انځور
آرشيف انځور

په آلمان کي د پلان څخه د کم شمير مهاجرو کورنيو د هغوی سره په دغه هيواد کي يوځای سوي دي. دا معلومات د آلمان حکومت ورکړي دي.

د پناه غوښتنې د قانون له مخي په آلمان کي د دويمي درجې قبولي ترلاسه کوونکي مهاجر کولای سي چي خپلي کورنۍ هم آلمان ته راوبولي. په دې ترڅ کي د ژوند شريک او تر اتلسو کالو څخه کم ماشومان هم شامل وي. په همدې راز که قبولي تر لاسه کوونکی کمسن مهاجر وي، نو هغه د خپل مور او پلار د ورسره يوځای کېدو درخواست ورکولای سي. قبول سوي مهاجر له قبلېدو سره سم په لومړيو درو مياشتو کي د خپلي کورنۍ د الحاق غوښتنليک وړاندي کولای سي. د کورنۍ سره د الحاق دغه حق لغوه کیږي که په ياده موده کي درخواست داير نه سي.

خو کله چي په اروپا کي د مهاجرو بحران اوج ته ورسېد نو د آلمان حکومت د ۲۰۱۶ کال د مارچ له مياشتي څخه د مهاجرو د کورنيو د الحاق حق وځنډاوه. دا ځنډونه وروسته بيا تمديد سوه او د ۲۰۱۸ کال تر جولای پوري يې دوام وموند. له هغه وروسته د آلمان حکومت د کورنۍ د غړو سره د الحاق په مقصد آلمان ته د راتلونکو کسانو له پاره حد اکثر شميره وټاکله. په دې ترڅ کي هر مياشت حد اکثر ۱۰۰۰ کسان د کورني الحاق په مقصد آلمان ته راتللای سي. په دې توګه نو په کال کي ۱۲ زره کسان کولای سي چي د ځانګړو شرايطو د پوره کولو په صورت کي آلمان ته راسي او دلته د خپلو قبول سوو خپلوانو سره يوځای سي. په دې توګه د يو کال په موده کي ۱۲۰۰۰ کسان کولای سي د کورني الحاق په ترڅ کي آلمان ته راسي.

خو د آلمان په پارلمان کي د حزب اختلاف د کيڼ ګوند د يوې پوښتني په جواب کي ليکل سوي چي تېر کال صرف ۵۳۱۱ کسان توانېدلي چي د کورني الحاق له پاره د آلمان ويزه ترلاسه کړي. دا جواب د آلمان حکومت ورکړی دی. په دې توګه نو د ممکن شمير څخه نيمه برخه لا هم نه ده بشپړه سوې.

په کيڼ ګوند کي د کورنيو چارو د سياست له پاره مسؤلې سياستوالي، اولا يېلپکه ويلي دي چي د کورني الحاق د کم شمير لامل صرف د کرونا پاندمي نه ده. يېلپکه زیاته کړې چي کله چي لا د کرونا پاندمي نه وه پېل سوې نو د کال په لومړۍ ربعه کي د ۳۰۰۰ پر ځای صرف ۱۹۲۱ کسانو ته د کورني الحاق به مقصد ويزې ورکول سوي وې. دا هغه وخت ؤ چي لا د کرونا پاندمي له کبله محدوديتونه نه ول لګول سوي.

يېلپکه ويلي چي د کورنيو چارو د وزير، هورسټ زيهوفر هغه اندېښنه بالکل ناسمه وه چي اټکل يې کړی ؤ، تر ۳۰۰ زره څخه زيات کسان به د کورني الحاق په مقصد آلمان ته راسي. دغې سياستوالي غوښتنه وکړه چي د دويمي درجې قبولي ترلاسه کوونکو مهاجرو ته دي په سمدلاسه او بشپړه توګه امکان برابر کړل سي چي خپلي کورنۍ راوغواړي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې