بلاژوی کمپ. انځور: بوسنیا کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې له فېسبوک پاڼه
بلاژوی کمپ. انځور: بوسنیا کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې له فېسبوک پاڼه

د بوسنیا پولیس وایي چې د چهارشنبې په شپه د دغه هیواد پلازمېنې سراییوو ته نږدې بلاژوی مهاجر کمپ کې د کډوالو ترمنځ شخړې په پایله کې کې دوه سرتېري ژوبل شوي دي.

د بوسنیا د پولیسو ویاند مېرزا هادزیابدیک د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «ګڼو ګزمه کوونکو او د بلوا ضد سرتېرو د نظم د تامینولو لپاره هڅې کولې.» د نوموړي په حواله دغه شخړه چې زیات شمېر مهاجرو پکې ګډون درلود سراییوو ته څېرمه بلاژوی هرکلي مرکز کې رامنځ ته شوې ده.

دغه مرکز کې چې په اصل کې د ۲۴۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري نن سبا تر۳۰۰۰ ډېر مهاجر پکې اوسېږي.

بیا ولولئ: بوسنیا: د افغان او پاکستاني مهاجرو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي

ښاغلي هادزیابدیک زیاته کړې چې یادو مهاجرو پر پولیسو حمله کړې ده او د امنیتي ځواکونو او د کډوالۍ نړیوال سازمان موټرونه یې ویجاړ کړي دي. دوی دغه راز د کډوالۍ نړیوالې ادارې دفتر ته هم زیان رسولی دی.

پېښه کې دغه راز دوه سرتېري او د کډوالۍ نړیوالې ادارې یو کارکونکی ټپیان شوي دي. ځایي رسنیو بیا د بوسنیایي پولیسو د موټرونو انځورونه خپاره کړي چې کمپ کې دننه نسکور شوي دي.

بل پلو د کډوالۍ نړیوالې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې «د دوو مهاجرو ترمنځ شخړه ډېر ژر پر یوې لویې نښته بدله شوه.»

بیا ولولئ: افغان کډوال متین په بوسنیا کې: «هوا ډېره یخه ده، مهاجر له خیمو څخه باید کانتیرونو ته انتقال شي»

له ۲۰۱۸ راهیسې هر کال لسګونه زره مهاجر اروپا ته د رسېدو په موخه بوسنیا ته ځان رسوي. د کډوالۍ نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې دمګړۍ نږدې ۶۰۰۰ مهاجر د دغه سازمان په ۵ مرکزونو کې ژوند کوي او ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ تنه نور د بیهاچ سرحدي ښار ځنګلونو او یا تشو ودانیو کې شپې سبا کوي.

تېره ډېسمبر میاشت لیپا کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې د کمپ تر سوځېدو وروسته نږدې ۹۰۰ کسان یو بل مهاجر کمپ ته انتقال شول چې بوسنیايي اردو جوړ کړی دی.

 

نورې ليکنې