په لوکزامبورګ کي اروپايي محکمه | Photo: Imago Images/P. Scheiber
په لوکزامبورګ کي اروپايي محکمه | Photo: Imago Images/P. Scheiber

په لوکزامبورګ کي اروپا محکمې په خپله يوه فيصله کي ويلي چي په خپل هيواد کي د خپل ټبر مرسته او ملاتړ د پناه بديل نه سي کيدلای.

د چهارشنبې په ورځ په لوکزامبورګ کي اروپايي محکمې د يو سومالي وګړي د پناه غوښتني په تړاو خپله پرېکړه اعلان کړه. د سوماليې دغه وګړی په خپل هيواد کي د يوې داسي لږکۍ سره تړاو لري چي په وينا يې تر تعقيب او شکنجې لاندي ده. ياد کس ته په بريتانيا کي په ۲۰۰۳ کال پناه ورکول سوې وه.

خو د دغه کس قبولي په بريتانيه کي په دې دليل لغوه سوه ولي چي د بريتانيې د چارواکو په وينا له ۲۰۱۴ کال راهيسي د سوماليې په پلازمېنه موګاديشو کي امنيتي وضعيت بهتره سوی دی. د دغه سومالي د ردېدنې په استدلال کي ويل سوي ول چي دغه کس په خپل هيواد کي د خپل ټبر او کهول څخه ملاتړ ترلاسه کولای سي او په دې توګه نو په بريتانيه کي د پناه مستحق نه دی.

د بريتانيې د چارواکي له خوا د قبولۍ د ردېدنې پر ضد ياد پناه غوښتونکي محکمې ته مراجعه کړې وه چي په مراطبو سره دا موضوع د اروپا تر محکمې ورسېده. دا هغه وخت چي لا بريتانيه د اروپايي اتحاديې غړی هيواد ؤ او برېکزيټ لا نه ؤ عملي سوی.

د اروپايي اتحاديې په فيصله کي اوس راغلي دي چي د يوې کورنۍ، يا په پراخه توګه ټبر يا قومي ډله که د يو کس سره مالي يا ټولنيزه مرسته کوي، نو دا مرسته د تعقيب څخه د ساتنې يا پناه ځای نسي نيولای. په فيصله کي زياته سوې چي له تعقيب څخه د پناه غوښتونکي محافظت او ساتنه يا خو بايد د يو دولت له خوا تضمين وي او يا هم د داسي يوې ډلې يا ګوند له خوا چي دولت يې تر کنټرول لاندي وي.

په دې توګه به نو د بريتانيې اړونده محکمه د سوماليې د ياد پناه غوښتونکي د پناه غوښتنه دوسيه او ياد قضيه له سره څېړي.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې