انځور: ګیتي اېمېجز، ګرېګور شوستر. له ارشیف څخه.
انځور: ګیتي اېمېجز، ګرېګور شوستر. له ارشیف څخه.

پرون پنجشنبه د فرانسې موانویل سیمې ته څېرمه د مېتز ښار پر لور په روانه یخچالي لارۍ کې اته مهاجر موندل شوي دي. موټر کې سپاره کسان د ایران او عراق اتباع دي.

پرون پنجشنبه د جنورۍ ۲۱مه د فرانسې موانویل سیمې ته څېرمه د بومون پر لویه لاره یوه یخچالي لارۍ کې ۸ مهاجر موندل شوي دي. دغه لارۍ چې د اسپانیا نمبر پلېټ یې درلود او کدوګک یې انتقالول له پاریس نه د مېتز ښار پر لور روانه وه.

بیا ولولئ: فرانسه: شپږ افغانان په یوه لارۍ موټر کې موندل شوي

د عیني شاهدانو په حواله لارۍ چلوونکي خپل موټر کې د مهاجرو تر موندلو وروسته شوک لیدلی دی.

د لارۍ په تېلر کې د ایران او عراق ۸ اتباعو د یخنۍ منفي ۸ درجه کې ځان پټ کړی و. د لویو لارو ژاندارم او روغتیایي ژغورونکو د پېښې په اړه د اطلاع له ترلاسه کولو سره سم سیمې ته ځان رسولی.

د ژاندارمرۍ د لومړنیو معلوماتو له مخې موندل شویو مهاجرو ویلي چې موټر چلوونکي د لارۍ په تېلر کې د کډوالو له پټېدو خبر نه و. خو پولیسو نوموړی نیولی دی. 

 

نورې ليکنې