د فرانتکس اداري شورا اژه سمندر کې د ترکیې پر لور د مهاجرو د کښتیو د شړلو په اړه د یوه داخلي راپور تر مطالعې وروسته وایي، هېڅ کوم داسې ثبوت نشته چې وښيي د دغه اژانس سرتېرو د مهاجرو کښتۍ د ترکیې پر لور شړلې دي. دا په داسې حال کې چې د اروپا د جعل کارۍ پر ضد د مبارزې ادارې د جنورۍ میاشتې په لومړیو ورځو کې د فرانتکس په اړه دوسیه پرانیستلې ده.
د فرانتکس اداري شورا پرون پنجشنبه د جنورۍ ۲۱مه وویل «هېڅ کوم داسې ثبوت یې نه دی موندلی چې وښيي د دغې ادارې سرتېرو اژه سمندر کې له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې ده.»
دغه شورا چې د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو استازي او د اروپا د اجرایي شورا دوه استازي پکې ګډون لري د یادو ادعاوو په اړه داخلي راپور مطالعه کړې ده.
اعلامیه کې راغلي چې «د موجودو معلوماتو له مخې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه کوم ثبوت نشته.»
خو اعلامیه کې زیاته شوې چې د ادعاوو د څېړلو لپاره نورو څرګندونو ته اړتیا شته. د فرانتکس اداري شورا د دغې ادارې له اجرایي مشر څخه غوښتي چې د ادعاوو په اړه دې «ډېر ژر نور جزیات چمتو کړي.»
بیا ولولئ: د ترکیې پر لور د مهاجرو د بېړیو شړل: د فرانتکس پر وړاندې دوسیه پرانیستل شوې
له تېرې اکټوبر میاشتې راهیسې ګڼې رسنۍ فرانتکس په دې تورنوي چې د یونان ساحلي سرتېرو سره یو ځای د ترکیې له اوبو نه د مهاجرو کښتۍ د ترکیې پر لور شړلې دي.
اټن بیا په منظمه توګه د ترکیې پر لور د کډوالو د بېړیو د شړلو ادعاوې رد کړې دي. د یونان د مهاجرو چارو وزیر نوتیس میتاراکیس تېره نومبر میاشت کډوال نیوز ته ویلي وو چې د یوناني ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور د مهاجرو د بېړیو شړلو ادعاوې ناسمې دي. هغه زیاته کړې وه: «دا معلومه خبره ده چې موږ د خپلو سرحدونو ساتنه کوو، خو دا کار د نړیوالو او اروپایي قوانینو پر اساس ترسره کېږي.»
فرانتکس چې په ۲۰۰۴ کې جوړ شوی په پام کې لري چې تر ۲۰۲۷ پورې د خپلو ځواکونه شمېر ۱۰۰۰۰ سرتېرو ته لوړ کړي.