د پاریس په ۱۶مه ناحیه کې مهاجر د یوه ښوونځي مخ ته. انځور: یوتوپیا ۵۶ ټویټر پاڼه، د جنورۍ ۲۴مه
د پاریس په ۱۶مه ناحیه کې مهاجر د یوه ښوونځي مخ ته. انځور: یوتوپیا ۵۶ ټویټر پاڼه، د جنورۍ ۲۴مه

پرون یکشنبه د جنورۍ ۲۴مه د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۲۰۰ مهاجر د پاریس د ۱۶مې ناحیې په یوه ښوونځي کې ځای پر ځای شول. دوی یوازې یوه غوښتنه لرله: دا چې دولت ورته سرپناه برابره کړي. د پاریس ښاروالۍ د شپې په ۹ بجو دغو کسانو ته د پاریس په دوه جمنازیمونو کې سرپناه ورکړه.

پرون یکشنبه د جنورۍ ۲۴مه نږدې ۲۰۰ مهاجر، پناه غوښتونکي، بې سنده کډوال او... د پاریس د ۱۶مې ناحیې د اېرلانژې سړک یوه ابتدایي ښوونځي کې ځای پر ځای شول چې له دوو کلونو راهیسې تش پاتې و. د یوتوپیا ۵۶ بنسټګر یان مانزي کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي: «موږ د غرمې له خوا کورنۍ، سړي، او ماشومان دغه ښوونځي ته انتقال کړل ترڅو چې چارواکي د سرپناه ستونزې ته پام وکړي.»

یوتوپیا ۵۶، د ویلسون د مهاجرو ملاتړ سازمان، د اوسېدو ځای د حق ټولنې او پاریس کې د بې سنده مهاجرو د همغږۍ سازمان د دغه اقدام مسولیت درلود.

د سرپناه ستونزه

یان مانزي زیاتوي: «موږ نه غواړو چې مهاجر ښونځي کې پاتې شي، دا مناسب ځای نه دی، خو د سړکونو پرتله دلته وضعیت ښه دی.» نوموړی دا هم وایي چې د تشو ودانیو د ضبط پروګرام په چوکاټ کې دغه ښوونځی د هغو ۴۸۹ ځایونو په نوملړ کې شاملېږي چې دولت مهاجرو ته د سرپناه برابرولو لپاره خالي کړي دي.

بل پلو د ویلسون د مهاجرو ملاتړ سازمان وایي چې دوی حق لري چې په تشو ودانیو کې مهاجرو ته سرپناه برابره کړي، «هغه دولتي ودانۍ چې څوک ګټه ترې نه اخلي.» د ده په خبره مهاجر دغو ودانیو کې ځان له سړې هوا او کورونا ویروس څخه خوندی ساتلی شي.

د ښاغلي مانزه په حواله د دغو مهاجرو په ډله کې ښځې او ماشومان هم ول. هغه زیاتوي: «ځینې یې هغه کسان ول چې تېره نومبر میاشت یې رپوبلیک ډګر کې خیمې درولې وې خو پولیسو یې کمپ وتاړه.» د سازمانونو له مخې ډېری دغه کسان افغانان او افریقایان دي.

پنځه ویشت کلن عباس اصغري د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې له یوې میاشتې راهیسې پاریس کې اوسېږي خو نه پوهېږي چې «چېرته ولاړ شي». په وینا یې: «څلور ورځې کېږي چې پولیس مې خیمې راټولوي. هیله لرم چې وضعیت کې بدلون رامنځ ته شي او ما ته ګرمه سرپناه برابره شي.»

پاریس ښاروالۍ دوه جمنازیمونه پرانیستلي

د پاریس د ښاروالۍ مرستیال یان بروسا د ماسپښین له خوا له دغه ابتدایي ښوونځي څخه کتنه وکړه. نوموړی وایي چې د ستونزې د هوارولو لپاره یې د پاریس په ۱۶ او ۱۵ ناحیو کې دوه جمنازیمونه پرانیستلي دي ځکه چې ښوونځی «ګرم او خوندی» نه و.

هغه زیاتوي چې «مهاجرو ته سرپناه برابرول د دولت کار دی او دولت اړ دی چې دغو کسانو ته ثابته سرپناه برابره کړي او جدي او دایمي توګه یې ستونزه هواره کړي.»

یان مانزي بیا وایي چې که څه هم د کورونا ویروس وبا پر مهال یوه ښوونځي کې د مهاجرو راټول سم کار نه ښکاری، خو دوی کومه بله چاره نه لرله.

«کله چې پولیس نشته، کارونه په ښه توګه ترسره کېږي»

د ویلسون د مهاجرو د ملاتړ ټولنې غړی فیلیپ کارو په خبره د ورځې له خوا وضعیت ډېر ښه و، دغه راز د سرپناه برابرولو عملیات په ښه توګه ترسره شول. د ده په حواله د عملیاتو پر مهال یوازې د پاریس د مدني ساتنې کارکوونکي سیمه کې حاضر ول. په وینا یې: «کله چې پولیس نشته، کارونه په ښه توګه ترسره کېږي.»

د شپې په ۹ بجو یو سرویس مهاجر جمنازیمونه ته انتقال کړل. فیلیپ کارو وایي: «که څه هم عملیات لږ اوږده وو او هوا یخه وه خو مهاجرو ګرم ځای کې شپې سبا وکړې.»

دغه سازمانونه چارواکو ته وایي چې که چېرې دولت او ښاروالي خپل مسولیت ادا و نه کړي دوی به نور هم داسې عملیاتونه وکړي.


 

نورې ليکنې