هغه لارۍ چې د ۳۰ ویتنامي کډوالو مړي پکې موندل شوي وو. کرېډېټ: رویترز
هغه لارۍ چې د ۳۰ ویتنامي کډوالو مړي پکې موندل شوي وو. کرېډېټ: رویترز

د برتانیا یوې محکمې تېره جمعه څلور کسان لارۍ کې د ۳۹ ویتنامیانو د مړینې په تړاو په بند محکوم کړل. د ۲۰۱۹ په اکټوبر میاشت کې لنډن ته څېرمه یوه لارۍ کې د ۳۹ ویتنامیانو مړي موندل شوي وو. دوه تورن کسان په ۲۰ او ۲۷ کلونو بند محکوم شوي دي.

تېره جمعه د جنورۍ ۲۲مه لنډن کې یوې محکمې لارۍ کې د ۳۹ ویتنامیانو د مړینې په تړاو څلور کسان په بند محکوم کړل.

د شمالي ایرلنډ تبعه ۴۲ کلن رونان هیوز او د رومانیا اصلي اوسېدونکی ۴۳ کلن جورج نیکا په ترتیب سره په ۲۰ او ۲۷ کلونو بند محکوم شوي دي. محکمې دغه کسان د ویتنامي کارګرو په قاچاق او غیرعمدي وژنې تورن کړي وو.

بل پلو ۲۴ کلن موریس روبنسون چې د مړیو د موندلو پر مهال د لارۍ چلولو دنده یې په غاره لرله او خپل جرم یې منلی و په ۱۳ کلونو او ۴ میاشتو بند محکوم شو.

دغه راز ۲۴ کلن ایمون هریسون چې د لارۍ تریلر یې د بلژیک تر زیبروګ بند ته یې انتقال کړی و په ۱۸ میاشتو بند محکوم شوی دی. نوموړي محکمې ته وویل چې لارۍ کې د مهاجرو د شتون څخه خبر نه و.

په ورته مهال برتانوي قاضي نایجل سویني ویلي چې دغې قاچاقې ډلې له ډېرې مودې راهیسې انساني قاچاق کې لاس درلود. په وینا یې ویتنامي مهاجرو وار وار هڅې کړې وې چې له خپلو خپلوانو سره تماس ونیسي خو بریالي نه شول. دوی د ساتنګۍ او د بدن د حرارت د درجې د ټیتوالي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د یادولو ده چې تېره سپټمبر میاشت ویتنام کې ۷ کسان د پېښې په تړاو په بند محکوم شوي ول. د هاتین ایالت محکمې څلور ویتنامیان چې عمرونه یې ۲۶ تر ۳۶ کلونه وو په ۲ نیم او ۷ نیم کلونو بند محکوم کړي وو. دغه راز درې تنه په ځنډول شوي بند محکوم شوي وو.

د ۲۰۲۰ په مۍ میاشت کې بلجیم او فرانسه کې ۲۶ کسان د یوروجست قضایي سازمان په عملیاتو کې ونیول شول چې پېښه کې یې لاس درلود. د بلجیم فدرال محکمې ویلي وو چې د څېړنو موخه یې دا وه چې یاده جرمي ډله کې د بېلابېلو شکمنو کسانو رول معلوم کړي. سرچینې زیاته کړې وه چې له نیول شویو څخه ۱۱ تنه یې ویتنامیان او ۲ تنه نور یې مراکشیان دي.

دغه راز فرانسوي چارواکو ویلي وو چې د یادې پېښې په تړاو یې ۱۳ کسان په ایل دو فرانس کې نیولي دي. فرانسوي څارنوال رمي هایتز لیکلي وو چې دغه کسان جرمي ډلو کې د ګډون او د اسیایي مهاجرو او په ځانګړې توګه د ویتنامیانو د انتقالولو په تور نیول شوي.

 

نورې ليکنې