په تېر ۲۰۲۰ کال کې افغانانو په فرانسه کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله جوړوله. تر افغانستان وروسته په ترتیب سره ګینیا، بنګله دېش او د عاج ساحل دویم، دریم او څلورم مقامونه ترلاسه کړي دي.
د فرانسې د مهاجرو او بې وطنو د ساتنې ادارې یا اوفپرا د شمېرو له مخې په تېر ۲۰۲۰ کال کې دغه هیواد کې افغان پناه غوښتونکو د مهاجرو تر ټولو لویه برخه جوړوله.
اوفپرا زیاته کړې چې تېر کال ټولټال ۹۵۶۰۰ کسانو د پناه غوښتنه کړې چې ۱۰۱۰۰ تنه یې افغانان دي. دا په داسې حال کې چې تېره نومبر میاشت د فرانسې د پناه غوښتنې ملي محکمې اعلان کړی و چې افغانانو ته د حفاظت پر ورکولو بیاکتنه وکړي.
بیا ولولئ: د پناه غوښتنې ملي محکمه افغان پناه غوښتونکو ته د جانبي حفاظت پر ورکولو بیاکتنه کوي
تر افغانستان وروسته د پناه غوښتنې په برخه کې ګینیایان (۵۸۰۰)، بنګله دېشیان (۵۰۵۰)، د عاج ساحل اوسېدونکي (۴۹۵۰) او نایجریایان (۳۹۷۰) په ترتیب سره دویم، دریم، څلورم او پنځم مقامونه لري.
راپور کې زیاته شوې چې تېر کال د ګرجستان او البانيا څخه فرانسې ته د راتلونکو پناه غوښتونکو په شمېر کې کمښت راغلی دی.
بیا ولولئ: په ۲۰۲۰ کې جرمني ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمېر کم شوی
په ټولیزه توګه په ۲۰۲۰ کال کې فرانسه کې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د وړاندې کولو کچه د کورونا ویروس وبا او د پولو د تړل کېدو له امله ۲۸ سلنه ټیټه شوې ده.
اوفپرا دا هم ویلي چې د ۲۰۲۰ کال په جریان کې یې ۳۳۰۰۰ کسانو ته قبولي او یا د حفاظت جانبي سندونه ورکړي دي.