ماشوم مهاجر په یونان کې. انځور: پېکچر الاینز
ماشوم مهاجر په یونان کې. انځور: پېکچر الاینز

د برتانیا د کډوالۍ چارو وزیر وایي چې هیواد به یې نور له اروپایي ټولنې څخه بې سرپرسته ماشوم مهاجر نه مني. په ورته مهال سازمانونه خبرداری ورکوي چې دغه پرېکړه به دې سبب شي چې ماشوم مهاجر په قاچاقي لارو ځان برتانیا ته ورسوي.

له اروپایي ټولنې څخه تر وتلو وروسته د برتانیا نوې پرېکړه: دغه هیواد نور له اروپایي اتحادیې څخه بې سرپرسته مهاجر نه مني. د ۲۰۱۶ په مۍ میاشت کې د دوېد کامرون حکومت پرېکړه کړې وه چې برتانیا له اروپایي اتحادیې څخه د ماشومو پناه غوښتونکو ملاتړ وکړي او د بیا مېشتولو پروګرام په چوکاټ کې ورته پناه ورکړي.

د برتانیا د کډوالۍ چارو وزیر کریس فېلپ له برتانوي استازو سره په خبرو کې ویلي: «که څه هم د کورنیو چارو وزارت د ماشومانو په هکله خپل مسولیت په جدي توګه ادا کوي، خو نور برتانیا ته د دغو ماشومانو د راتګ لپاره قانوني لاره نشته.»

نوموړي زیاته کړې چې یوازې هغه ماشومان برتانیا ته تللی شي چې خپلوان یې دغه هیواد کې اوسېږي. خو په وینا یې دغه ماشومان به هم یوازې د موجودو مهاجرتي قوانینو پر اساس ځان برتانیا ته رسولی شي.

د برتانوۍ ورځپاڼې اندېپنډنټ په حواله کریس فېلپ دا هم ویلي چې اروپایي ټولنه کې د بې سرپرسته پناه غوښتونکو مسولیت د دغې ټولنې د غړو هیوادونو په غاړه دی. د نوموړي په خبره برتانیا غواړي په لومړي سر «هغو ماشومانو ته پام وکړي چې دمګړۍ په دغه هیواد کې دي.»

کریس فېلپ زیاته کړې چې حکومت په پام کې لري هغو مهاجرو ته لومړیتوب ورکړي چې په جګړه ځپلو هیوادونو کې بند پاتې، خو نه هغو کسانو ته چې امنو اروپایي هیوادونو ته د رسېدو په موخه قاچاق وړونکو ته پیسې ورکوي.

بیا ولولئ: له کورنۍ سره یو ځای کېدنه: برګزیت او د ماشومو کډوالو مسله

ماشومان به د قاچاق وړونکو په لومو کې ولوېږي

په ورته مهال د بشري حقونو مدافعان وایي د دې پرېکړې مانا به دا وي چې ماشوم مهاجر په قاچاق لارو برتانیا ته د ځان رسولو لپاره هڅې وکړي او خپل ژوند په خطر کې واچوي.

د ډبس اصلاحیې له مخې چې په ۲۰۱۶ کې تصویب شوې برتانیا منلې وه چې له اروپایي ټولنې څخه ټولټال ۴۸۰ بې سرپرسته ماشوم مهاجر ومني. د فرانس تېر دزیل پخوانی مشر پیېر هانري کډوال نیوز ته وایي چې «دا شمېر د خندا وړ دی». په وینا یې ډبس اصلاحیې لږو کسانو ته له خپلو کورنیو سره د یو ځای کېدو زمینه برابره کړې وه، نو ځکه د برتانیا د کډوالۍ چارو وزیر نوی تصمیم «سمبولیک» دی.

تر دې دمخه سازمانونو او د برتانیا پارلمان کې استازو له وزیرانو څخه غوښتنه کړې وه چې د ډبس په څېر نوی قانون تصویب کړي ترڅو بې سرپرسته ماشومان د قاچاق وړونکو په لومو کې و نه لوېږي.

تېره میاشت تر ۷۰ ډېر استازو د برتانیا له حکومته وغوښتل چې اروپا کې بې سرپرسته مهاجرو ته سرپناه ورکړي، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې یوناني ټاپوګانو کې ایسار پاتې دي.

دوی زیاته کړې وه چې برتانیا باید هغو ماشومانو ته هم پناه ورکړي چې د فرانسې په شمالي کالې او ګراند سنت سیمو کې اوسېږي. د بشري حقونو مدافع بنسټونو په حواله دمګړۍ نږدې ۲۸۸ بې سرپرسته ماشومان په دغو سیمو کې بند پاتې چې برتانیا کې کوم خپلوان نه لري.

 

نورې ليکنې