د ډنمارک لومړۍ وزیره مېتې فرېدریکسون. انځور: اي پې اې، لیزلوت سابرو
د ډنمارک لومړۍ وزیره مېتې فرېدریکسون. انځور: اي پې اې، لیزلوت سابرو

د ډنمارک لومړۍ وزیرې مېتې فرېدریکسون ویلي هیواد یې په پام کې لري چې د پناه غوښتونکو شمېر «صفر» ته را ښکته کړي. دا په داسې حال کې چې په تېر ۲۰۲۰ کال کې دغه هیواد کې یوازې ۱۵۴۷ کسانو د پناه غوښتنه کړې ده.

د ډنمارک لومړۍ وزیرې مېتې فرېدریکسون په حواله هیواد یې په پام کې لري چې دغه هیواد کې د پناه غوښتونکو شمېر صفر ته راټیټ کړي. ډنمارک په شمالي اروپا کې موقعیت لري او ټولټال یې نفوس څه باندې ۵،۸ میلیونه کسانو ته رسېږي. دغه هیواد کې یوازې ۲۰۰۰۰ مهاجر اوسېږي.

نوموړې تېره جمعه ډنمارک پارلمان کې وویل که څه هم کومه ژمنه نشته چې د مهاجرو شمېر به حتماً صفر ته راټیټ شي، خو دوی د پناه غوښتنې په اړوند خپل لیدلوری څرګندولی شي. به وینا یې ډنمارک د پناه غوښتنې نوي سیستم ته اړتیا لري او دوی د جوړولو لپاره به یې خپلې ټولې هڅې وکړي.

د «ټولنیز انسجام» ساتنه

آغلې فرېدریکسون چې د سوسیال ډموکراتیک ګوند سره تړاو لري زیاته کړې چې دوی اړ دي چې د ډنمارک د «ټولنیز انسجام» د ساتلو لپاره دغه هیواد ته د مهاجرو د ورتګ مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې چې تېر کال ډنمارک کې یوازې ۱۵۴۷ کسانو د پناه غوښتنه کړې ده چې له ۱۹۹۸ راهیسې د پناه غوښتونکو تر ټولو کم شمېر دی. د کورونا ویروس کړکېچ د مهاجرو د شمېر کمښت یو لامل بلل کېدلی شي.

د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال ډنمارک د نورو اروپایي هیوادونو په څېر د مهاجرو له لویې څپې سره مخ شوی و. هغه وخت دغه هیواد کې ۲۱۰۰۰ کسانو د پناه غوښتنه کړې وه چې له ډلې یې نږدې ۱۱۰۰۰ کسانو ته پناه ورکړل شوې وه. خو په سویډن کې بیا (چې نفوس یې ۱۰میلیونو کسانو ته رسېږي) ۱۶۳۰۰۰ مهاجرو د پناه غوښتنه کړې وه.

افریقایي او اسیاي کمپونو ته د مهاجرو لېږدول

تېر کال ډنمارکي چارواکو اعلان کړی و چې غواړي سوریایي مهاجر اخراج کړي ځکه چې په وینا یې سوریه «خوندي هیواد» دی.

په ۲۰۱۷ کې مېتې فرېدریکسون د پناه غوښتنې په اړوند یوه طرحه وړاندې کړې وه چې له مخې یې غیر اروپایي مهاجر افریقایي او اسیایي کمپونو ته لېږدول کېدل.

دغه راز په ۲۰۱۶ کې ډنمارک دغه هیواد ته د ننوتلو لپاره پر غیرقانوني مهاجرو ټکس لګولی و. د یاد قانون له مخې ډنمارکي چارواکو اجازه درلوده چې د مهاجرو پیسې او قیمتي وسایل ضبط کړي.

 

نورې ليکنې

Webpack App