ټرانیزیټ زون کې د هنګري پولیس. انځور: آرشیف،Picture-alliance/ AP
ټرانیزیټ زون کې د هنګري پولیس. انځور: آرشیف،Picture-alliance/ AP

د اروپا د سرحدونو ساتنې ادارې( فرانټکس)، له کډوالو سره د پلازمینې بوداپست د غیرقانوني چلند له امله په دغه هیواد کې خپل ټول فعالیتونه ځنډولي. دا کار د اروپايي ټولنې محکمې له پریکړې سره سم شوی.

د پولنډ پلازمینې وارسا کې د فرانټکس ادارې ویاند کریس یوروفسکی، د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي:« فرانټکس د چهار شنبې په ورځ، هنګري کې خپل فعالیتونه له دې امله وځنډول چې بوداپست له کډوالو سره غیر قانوني چلند کوي.»

دغه پریکړه د اروپايي محکمې ( ECJ ) د ډسمبر میاشتې له حکم سره سم چې د هنګري د کډوالۍ د سیاستونو په اړه ګڼې نیوکې مو جودې وي، ترسره شوی.

محکمې ویلي چې هنګري د یو اروپايي غړي هیواد په توګه، په خپلو دوه ملي ټرانیزیټي مرکزونو کې د پناه غوښتنې ته لاسرسۍ محدود کړی و او په دغو مرکزونو کې د پناه غوښتونکو د شمیر په محدودولو سره يي له اروپايي قانون څخه سرغړونه کړې چې له دې سره پناه غوښتنې ته د خلکو لاسرسی ناممکن شوی و.

په کورنیو چارو کې د اروپايي ټولنې کمیشنرې یلوا یوهانسون په خپله ټویټر پاڼه کې په دې اړه لیکلي:« د ډسمبر په میاشت کې وروسته له هغه چې هنګري له محکمې څخه پر سربیا د فشار راوړلو د درولو غوښتنه وکړه نو په هنګري کې د فرانټکس د سرحدي علمیاتو ځنډول له هرکلي سره مخامخ شو.»

فرانټکس همدارنګه اعلان کړی چې د پنجشنبې په ورځ به خپل ۲۰ تنه مامورین د رومانيي او سربیا پولو ته واستوي.

 

نورې ليکنې