د ۲۰۱۳ کال اکتوبر میاشت کې د کښتۍ ډوبیدنې په پیښه کې تر ۲۰۰ ډیر کډوال د مدیترانې په سمندر کې ډوب شول. انځور: یونیسف
د ۲۰۱۳ کال اکتوبر میاشت کې د کښتۍ ډوبیدنې په پیښه کې تر ۲۰۰ ډیر کډوال د مدیترانې په سمندر کې ډوب شول. انځور: یونیسف

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیټه وايي چې ایټالیا په ۲۰۱۳ کال کې د مدیترانې په سمندر کې تر ۲۰۰ ډیر کډالو د ژوند د ژغورلو له امله په خپلو نړیوالو ژمنو کې پاتې راغلې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیټې د چهار شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې و ویل چې ایټالیا نه دی توانیدلی چې د هغه ډوبیدونکي کښتۍ مکررو اړیکو ته سمدلاسه ځواب وايي چې شاوخوا ۴۰۰ کډوال پکې سپاره ول. یاده اداره وايي چې د همدغه ځنډ له امله ۲۰۰ کډوال چې ۶۰ تنه يي ماشومان ول د مدیترانې په سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړل.

د خبرپاڼې پر بنسټ، ایټالیا سیمې ته چې یوازې یوساعت فاصله يي درلوده، د ژغورونکو بیړیو د استلو د ځنډ لپاره هم سم دلایل نه لري.

د کډوالو دغه کښتۍ د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په ۱۰ چې د ماشومانو په ګډون ۴۰۰ کډوال په کې سپاره ول، له لیبیا څخه يي د ایټالیا پر لور حرکت پیل کړ. څو ساعته وروسته بیا د مدیترانې په سمندر کې ډوبه شوه.

د ژغورل شویو کډوالو شکایت

د بشري حقونو یادې کمیټې د دغې پیښې له ژوندي پاتي شویو درې سوریايي او یو فلسطیني کډوال د شکایت له ثبت وروسته خپله پریکړه کړې. دغه کډوال په یاده پیښه کې د خپلو کورنیو غړي هم له لاسه ورکړي دي.

ژغورل شوي کسان په خپل شکایت کې د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر له پیښې او هغه مهال له ایټالوي چارواکو د ژغورنې له ستونزې یادونه کړې.

خبرپاڼه زیاته کې چې ایټالوي چارواکو څو ساعته وروسته د ژغورنې د مرستې په ځواب کې وویل چې کښتۍ د مالتا سیمې پورې اړه لري. دغه چارواکي یوازې د مالتا د ژغورونکي ډلې ټیلفون شمیرې يي کډوالو سره شریکې کړې. د مالتا ژغورونکي ډلې له رسیدو وړاندې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې وه. وروسته بیا د مالتا ژغورونکي ډلې له غوښتنې سره سم ایټالوي سمندري ځواکونه له یوې مودې ځنډ وروسته سیمې ته راورسیدل.

نور ولولئ: مدیترانه کې د کښتۍ ډوبیدنې پيښه کې ۹۰ څخه ډیر مهاجر خپل ژوند له لاسه ورکړی

په کښتۍ کې سپاره کډوال د ژغورنې لپاره څو ځلې د ټیلفوني اړیکې هڅه کړې وه خو د ژغورونکي ډلې له ډیرې مودې ځنډ وروسته سیمې ته ورسیدل.

د بشري حقونو کمیټې په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې بیښې په پایله کې ۲۰۰ کډوال چې ۶۰ تنه يي ماشومان ول په اوبو کې ډوب شول.

د خبرپاڼې پر وینا، ځیني ژغورل شوي کډوال د ایټالیا په محکمه کې شکایت وکړ خو سمه پاملرنه ورته و نه شوه.

یوه پیچلې پیښه

د بشري حقونو کمیټې یوه غړې هلن تیګرودجا دا یوه پیچلې پیښه بولي او وايي:« دغه پیښه په نړیوالو اوبو کې د مالتا هیواد د ژغورلو په حوزه کې رامنځ ته شوې خو په رښتیا چې ایټالیا او د دغه هیواد ژغورونکي ډلې ته نږدې وه. که چیرې ایټالوي چارواکو له اړیکې نیولو دوساعته وروسته، خپلو کښتیو ته د ژغورنې لارښوونه کړې وه نو ښايي دوې د ژغورنې سیمو ته رسیدل.»

میرمن تیګرودجا زیاته کړه چې د نړیوالو سمندري قوانینو له مخې غړي هیوادونه مکلف دي چې په سمندر کې د انسانانو د ژوند د ژغورلو په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.

نوموړې وايي:« حتی که کښتۍ د ایټالیا اوبو کې هم نه وه، ایټالوي چارواکو مسولیت درلود چې د ژغورلو لپاره مرسته وکړي. په دې برخه کې د ایټالیا ځنډ د سلګونه انسانانو د ډوبیدو سره مستقیما اړیکه لري.»

د بشري حقونو کمیټې په خپله پریکړه کې له ایټالوي چارواکو غوښتي چې په دې اړه پلټنه وکړي او ښکیل کسان دې د قانون منګلو ته وسپاري.

 

نورې ليکنې