د آلمان فدرالي محکمه
د آلمان فدرالي محکمه

د آلمان په کارلسروهه ښار کې فدرالي محکمې حکم کړی چې د جنګي جرمونو په برخه کې د بهرنيو پوځونو منسوبين يا نور دولتي چارواکي هم په دغه هیواد کې سزا ليدلی شي. د آلمان فدرالي محکمې دغه حکم د افغانستان د ملي اردو د یو پخواني افسر د دوسیې په تړاو شوی.

سربیره پر دې، محکمې په خپل حکم کې د پنجشنبې په ورځ وویل چې آلمان کې د بهرنيو پوځونو منسوبین یا نور دولتي چارواکي نه شي کولای بین الدول حقونو کې درج شوي مصونیت ته مراجعه وکړي.

قضيه د افغانستان د ملي اردو د يوه لومړي بريدمن په اړه وه. داسې ويل کيږي چې نوموړی په خپل هېواد کې له بنديانو څخه د تحقيقاتو او پوښتنو ګروېږنو پر مهال درې تنه بنديان وهلي او د برق په واسطه د شکنجې ګواښ يې ورته کړی دی.

 دغه پخواني افسر سربېره پر دې امر هم کړی وو چې د طالبانو د يوه قوماندان مړی د پوځي اډې يوه دېوال پورې وځړول شي چې د بې حرمتۍ يو عمل دی. کله چې دغه افسر جرمني ته راغی، نو د ۲۰۱۸ کال په مني کې ونيول شو.

د مونشن لوړې آيالتي محکمې دغه افسر د تاوتريخجنو تحقيقاتو پر مهال په دريو مواردو کې د خطرناکې بدني صدمې، فشار راوستلو او ګواښنې او د فشار راوستنې او ګواښنې د هڅې له کبله په دوو کالونو تعليقي بند محکوم کړ. خو د شکنجې جنايت د مونشن قاضيانو بيا تائيد نه کړ. د آلمان د کارلسروهه فدرالي محکمې اوس په څرګنده وويل چې دغه افغان افسر سره له دې چې اعمال يې په افغانستان کې ترسره کړي، خو په آلمان کې محکوم کېدای شي. 

د آلمان فدرالي محکمه په کارلسروهه کې

د محکمې په وینا اصلا په بين الدول حقوقو کې پرينسيپ دا دی چې بهرني دولتي چارواکي پر مصونيت حساب کولی شي. خو دا بيا هغه مهال اعتبار نه لري چې د بهرنيو پوځونو پخوانو غړيو بنديان ربړولي او يا د شکنجې ډوله جنګي جنايتونو په څېر جرمونه يې تر سره کړي وي. د فدرالي محکمې په خبره آيالتي محکمې په خپل حکم کې د بنديانو ربړونه په اشتباه سره په نظر کې نه وه نيولې. داسې ويل شوي دي چې د مونشن قاضيان بايد اوس دغه کار وکړي او د سزا يوه نوې انفرادي کچه تعيين کړي.

EPD/ن ص/ب ص

منبع: د آلمان ږغ پښتو څانګه

 

نورې ليکنې