افغانستان ته د رد سوو افغان مهاجرو د اخراج صحنه
افغانستان ته د رد سوو افغان مهاجرو د اخراج صحنه

د آلمان د کورنيو چارو وزارت وايي چي په ۲۰۲۰ کال د مخکني کال په پرتله د مهاجرو د اخراج کچه نیمايي ته ښکته شوې. د دغې کچې د کمیدو یو لامل د کرونا پاندمي بلل شوې.

د کاتولیکي خبري آژانس د خبر په حواله « دي ویلت» ورځپاڼې د جمعې په ورځ د یاد وزارت له قوله لیکلي چي په ۲۰۲۰ کال په ټوليزه توګه د ۱۰۸۰۰ په وتلو مکلف بهرنيانو اخراج عملي شوی دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په ځواب کې راغلي چي په ۲۰۱۹ کال ۲۲۰۹۷ کسان اخراج شوي ول. دا شمیرې د دې ښودنه کوي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۲۰۲۰ کال کې د اخراج کچه نیمايي ته راټیټه شوې.

ورځپاڼه کې راغلي چې له کورنیو چارو وزارت څخه دغه پوښتنې د آلمان له پاره د بديل ګوند AfD په استازيتوب مارتين هېس کړې وه. نوموړی د دغه ګوند له پاره د کونيو چارو د سياست سره تړلو موضوعاتو مسؤل دی.

د کورنيو چارو د وزارت په جواب کي راغلي دي چي په ۱۶۹۲۱ مواردو کي پلان سوي اخراجونه «د عملي کېدو څخه تر مخه» درول سوي. ويل سوي چي له ۱۰۸۰۰ اخراجونو څخه ۲۹۵۳ اخراجونه د دبلن تړون پر اساس تر سره سوي دي. د دبلن تړون له مخي د پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې د دوسيې ارزونه بايد د اروپايي اتحاديې په هغه هيواد کي تر سره سي، د کوم له لاري چي هغه لومړی اروپا ته داخل سوی وي. په دې ترڅ کي ۷۱۲ اخراجونه فرانسې ۴ اخراجونه یونان ته عملي سوي دي.

په راتلونکي کي به يونان ته اخراجونه لا مشکل سي. دا ځکه چي د سه شنبې په ورځ د نارد راين ويستفالن ايالت عالي اداري محکمې په ميونستر کي فيصله وکړه چي يونان ته هغه پناه غوښتونکي نه شي اخراج کيدلای چي هلته قبول سوي وي ولي چي هلته د «جدي ګواښ سره مخامخ کيدلای سي چي غير انساني او تحقيري چلند ورسره وسي.» د دغي فيصلې پر ضد د آلمان په اړونده فدرالي محکمه کي د مرافعې غوښتنه سوې ده.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې