د ترکیي پولیس ۲۰۲۰ کال کې ۱۱۳ زره کډوال نیولي. انځور: اناتولي خبري آژانس
د ترکیي پولیس ۲۰۲۰ کال کې ۱۱۳ زره کډوال نیولي. انځور: اناتولي خبري آژانس

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د کرونا ویروس او ناامنیو د خطر سره سره بیا هم په روان میاشت کې شاوخوا ۷۰۰ کډوال له ترکیې څخه افغانستان ته استول شوي او دغه لړۍ دوام لري.

که څخه هم د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت دغه افغانان د اخراج شوي کډوالو په توګه نه پیژني او وايي چې دوې له راستنیدو وړاندې « د داوطلبانه راستنیدو سند» لاسلیکوي خو یاد کډوال بیا له رسنیو سره ویلي چې دوې په زوره کابل ته استول کیږي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په دې اړه د اندیښنې په څرګندولو سره له ترکیې او نورو کوربه هیوادونو غواړي چې د افغانانو د اخراج څخه دې ډ ډه وکړي.

مهاجرنیوز نیوز په همدې اړه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له مرستیال ویاند محمد رضا باهر سره خبرې کړي.

مهاجر نیوز: ویل کیږي چې د کرونا ویروس او ناامنیو سره سره بیاهم له ترکیې څخه د افغان کډوالو ایستل ادامه لري. تاسې يي په اړه څه وايي؟

رضا باهر: تیرکال د کرونا ویروس له امله په مارچ میاشت کې له ترکیې څخه کابل ته د افغانانو استول بند شول خو دوه میاشتې وروسته بیا دغه پروسه پیل شوه چې لاهم دوام لري.په اصل کې دغه افغانان په زوره نه ایستل کیږي ځکه دوې د افغانستان په سیاسي نمایندګیو کې د داوطلبانه راستنیدنې یو سند لاسلیکوي او بیا افغانستان ته استول کیږي. خو نړیوالې موسسي دغه کډوال د اخراجي کډوالو په توګه پیژني ځکه چې په چارټر الوتکو کې استول کیږي.

مهاجر نیوز: روان کال کې څومره افغانان له ترکیې څخه افغانستان ته استول شوي؟

رضا باهر: یوازي تیره اونۍ ۲۰۰ افغانان او د جنورۍ له پیله شاوخوا ۷۰۰ افغانان کابل ته استول شوي. تیرکال بیا ټولټال ۱۱ زره افغانان چې ډیرۍ يي ځوانان دي له ترکیې څخه استول شوي.

مهاجر نیوز: له راستیندو وروسته یادو کډوالو ته څه ډول خدمات وړاندې کیږي؟

رضا باهر: د کډالو او راستنیدونکو چارو وزارت له اروپايي ټولنې غوښتنه کړې وه چې له دغو راستنیدونکو کډوالو سره دې مرستې وکړي. اوس د کډوالۍ نړیوال سازمان لخوا د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ له هر کس سره د راستنیدو پر مهال د ۱۲۵۰۰ افغانیو نغدي مرسته کیږي.

«کابل هم امن نه دی»

مهاجر نیوز: اوسنیو شرایطو ته په پام سره چې ناامني هم د پراخیدو په حال کې ده او د کرونا د خطر ویره هم پر ځای پاتې، د افغانانو د ایستلو په اړه څومره اندیښمن یاستئ ؟

رضا باهر: په دې اړه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سخت اندیښمن دی. حتی کابل هم امن نه دی او د ویروس خطر هم شته.

نور ولولئ: روان کال کې له ۱۱۳۰۰۰ څخه ډیر کډوال په ترکیه کې نیول شوي

مهاجر نیوز: د یادې ستونزې د حل لپاره د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت څه اقدامات کړي؟

رضا باهر: له ترکیې سره د افغانانو د استولو او ګډ مدیریت په برخه کې یو ابتدايي توافق رامنځ ته شوی خو د کډوالۍ د مدیریت په اړه مو یو جامع سند دغه هیواد ته استولی او د ځواب په تمه يي یو. د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت هیله له ترکیې څخه داده چې دغه سند لاسلیک کړي ترڅو یادې ستونزې ته رسیدنه شوي.

زمونږ ډیر تمرکز پر ترانزیټ هیوادونو لکه ترکیه، یونان او اندونیزیا دی ځکه دغلته ګڼ شمیر افغانان له ستونزو سره لاس او ګریوان دي. په ترکیه او یونان کې د کډوالو اتشې فعالې شوې او هڅه کوو چې په اندونیزیا کې هم د اتشې دفتر پرانیزو. زیاتره افغانان په دغو هیوادونو کې نه پاتې کیږي او غواړي چې له دغو هیوادونو له لارې ځانونه نورو هیوادونو ته ورسوي.

ترکیې ته د افغان کارګرو د لیږد پر تفاهم هم افغان حکومت کار کوي.

«له کوربه هیوادونو غواړو چې د افغانانو له اخراج څخه دې ډ ډه وکړي»

مهاجر نیوز: غوښتنه مو ترکیې او نورو کوربه هیوادونو څخه څه ده ؟

رضا باهر: د ترکیې موضوع بیله ده ځکه دا د افغان کډوالو لپاره کوربه هیواد نه دی بلکه یو ټرانیزیټ هیواد دی. زیاتره دغه افغانان غواړې چې له دې لارې ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي. په دې وروستیو کې ۶ تنه افغانان له جرمني څخه اخراج شول. له ایران څخه هم د کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري.

غوښتنه مو له کوربه هیوادونو په ځانګړي ډول له اروپايي هیوادونو څخه داده چې د افغانانو له اجباري ایستلو دې ډ ډه وکړي او د دوې د پناه اخیستلو دوسیو په څیړلو کې دې له نرمښت څخه کار واخلي ځکه افغانستان کې وضعیت ښه نه دی.

 

نورې ليکنې