شاوخوا ۶۰ تنه په ویانا ښار کې د یوې مهاجرې کورنۍ د اخراج پر وړاندې لاریون وکړ. انځور: AP
شاوخوا ۶۰ تنه په ویانا ښار کې د یوې مهاجرې کورنۍ د اخراج پر وړاندې لاریون وکړ. انځور: AP

اطریش کې د هغې مهاجرې کورنۍ د اخراج پر سر چې په دغه هیواد کې ښه مدغم شوې وه د ځايي چارواکو ترمنځ مخالفتونه رامنځ ته شوي.

له اتریش څخه د یوې مهاجرې کورنۍ له اخراج وروسته، د دغه هیواد په ائتلافي حکومت کي د شريک محافظه پال ګوند (ÖVP) او د زرغون ګوند تر منځ فشارونه رامنځ ته شول. د هیواد ولسمشر هم پر دغه موضوع خواشیني څرګنده کړې.

د ااتريش ولسمشر، اليکزاندر فان دېر بېلن په يوه ويډيويي پيغام کي چې د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۸ مه خپره شوې، د ښوونځي د دریو ښځينه شاګردانو اخراج په کلکه غندلې او ویلي يي دي: «زه باور نه شم کولای او نه غواړم چي باور وکړم چي موږ په يو داسي هيواد کي ژوند کوو چيري چي دا ډول عمل ته اړتيا وي.».

د ولسمشر په وينا دا څرګنده ده چي دولت د شته قوانيو په رڼا کي بايد عمل وکړي. خو دلته د قوانينو د عملي کولو پر وخت تعادل او په روڼو سترګو اندازه کولو ته هم اړتيا سته. هغه زیاته کړې ده: «موږ بايد د ماشومانو او نجونو د ښېګني او ساتني ته لومړيتوب ورکړو.»

پوليسو ويلي چي په ويانا کې د اخراج پر ضد ۱۶۰ کسانو احتجاج کاوه چي په کې د اتريش د (SPÖ)، رزغون ګوند او ليبرال ګوند سياستوال هم شامل ول. احتجاج کوونکو د اخراج د هغه مرکز دباندي په راټولیدو سره خپل اعتراض څرګنداوه، له کوم څخه چي دغه کورنۍ ګُرجستان ته د اخراج لپاره ته چمتو کيدله.

یاده کورنۍ له ۲۰۰۶ کال راهيسي د لنډو وفقو په استثنی په اتريش کي ژوند کوله. څلور کاله وړاندې دغې کورنۍ ته د اقامه نه ورکولو وروستۍ پریکړه شوې وه.

يو شمير احتجاج کوونکو کوښښ کاوه چي د پوليسو د هغو موټرو مخي ته کښيني يا ورته خنډونه جوړ کړي، په کوم کښي چي دغه کورنۍ اخراجېدله. د دغه فعاليت د منحل کولو وروسته ياده کورنۍ اخراج کړل سوه. په ائتلافي حکومت کي د برخه وال محافظه پال ګوند (ÖVP) له خوا رهبري کېدونکي کورنيو چارو پر وزارت او د اخراج پر ياد اقدام يې زيات او سخت تنقيد د ائتلافي حکومت د زرغون ګوند له خوا وسو.

نور ولولئ: اتریش: پولیسو یخچالي لارۍ کې ۳۸ مهاجر موندلي

په اخراج شوې کورنۍ کي د ښوونځي يوه دولس کلنه انجلۍ هم شامله وه چي په اتريش کي زېږېدلې وه. د دغې انجلۍ ښوونکو او ټولګيوالو زیاتي هڅي وکړې چي د هغې د اخراج مخه و نیسي، خو بريالي نه سول. د کورنيو چارو د وزارت استدلال دا ؤ چي د دغه اخراج په حق کي څو محکمو فيصله کړې وه. د کورنيو چارو وزير، کارل نېهامر ويلي: «دا د مؤظفو پوليسو له پاره هم آسانه وظيفه نه ده، خو دا وظيفه بايد پوره شي چي دلته قانوني دولت په هواري کي بريالی سي.» د اتريش د يوې راډيو سره په مرکه کي دغه وزير ويلي چي د ده له واکه نه ده پوره چي په اتريش کي زېږېدلو کسانو ته د تابعيت په لاسته راوړلو کي آسانۍ رامنځته کړي.

د صدراعظم مرستيال او د زرغون ګوند سياستوال، وېرنر کوګلر دغه اخراج «غير انساني او بې مسؤليته بللی دی.» د اخراج څخه تر مخه هم زرغون ګوند زیاتي هڅي وکړې چي د دغې کورنۍ د پاته کيدو لاره برابره شي. کوګلر د کورنيو چارو د وزير پر ادرس وويل چي «هيڅ داسي قانوني مکلفيت نشته چي د ښوونځي د داسي شاګردانو اخراج دي وغواړي چي په اتريش کي لوی او مدغم شوی وي.»

د محافظه پال صدراعظم، زباستيان کورڅ سياست د پناه غوښتنې او مهاجرت په وړاندي ډېر سخت دی. هغه د څو کالونو راهيسي د زرغون ګوند سره په ائتلاف کي حکومت کوي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې