د اروپایي پارلمان استازي غواړي چې اژه سمندر کې د اروپا د پولې ساتنې ادارې ځواکونو یا فرانتکس له خوا د ترکیې پر لور د مهاجرو د بېړیو د شړنې په اړه پلټنه وکړي. دوی دغه پلټنې «د اعتماد د د فضا د رامنځ ته کولو» لپاره ضروري بولي.
د اروپایي پارلمان استازي وایي په پام کې لري چې د فرانتکس په اړه پلټنه وکړي. فرانتکس یا د اروپا د پولې ساتنې اداره پر دې تورنه ده چې اژه سمندر کې د مهاجرو بېړۍ د ترکیې پر لور شړلې دي.
دغه کاري ډله چې د اروپایي پارلمان د مدني ازادیو، عدالت او کورنیو چارو کمېسیون کې جوړه شوې دنده لري چې د څلورو میاشتو په موده کې د فرانتکس په اړه تورونه وڅېړي. یاده ډله دغه راز د فرانتکس د فعالیتونو د نظارت دنده لري.
«ضروري» پلټنې
په ورته مهال د اروپایي ټولنې هالنډۍ استازې سوفي اېنت ولد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د «اعتماد د فضا د بېرته رامنځ ته کولو» لپاره دغه پلټنې «ضروري» دي. دغه راز فرانسوي استازي دامین کارېم ویلي چې تر دې دمه د تورونو په اړه د فرانتکس د مشر فابریس لېګېري ځوابونه کافي نه دي.
تېره اکټوبر میاشت د المانۍ ورځپاڼې شپیګل په ګډون ګڼو رسنیو فرانتکس په دې تورن کړی و چې اژه سمندر کې یې د یونان له ساحلي ځواکونو سره یو ځای د مهاجرو کښتۍ د ترکیې پر لور شړلې دي.
د فرانتکس اداري شورا بیا د جنورۍ ۲۱مه وویل چې «هېڅ کوم داسې ثبوت یې نه دی موندلی چې وښيي د دغې ادارې سرتېرو اژه سمندر کې له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې ده.» دغې شورا چې د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو استازي او د اروپا د اجرایي شورا دوه استازي پکې ګډون لري د یوه داخلي راپور تر مطالعې وروسته یادې ادعاوې ناسمې بللې وې.
لس زره ځواکونه تر ۲۰۲۷ پورې
د یادولو ده چې د تېرې جنورۍ میاشتې په لومړیو ورځو کې د اروپا د جعل کارۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې یا الاف اژه سمندر کې د ترکیې پر لور د مهاجرو د کښتیو د شړلو په تړاو د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس پر وړاندې دوسیه پرانیستې وه.
ټاکل شوې چې د جنورۍ پر ۲۰ او ۲۱ مه د اروپایي ټولنې اداري شورا د دغو تورونو په اړه خپل راپور خپور کړي. فرانتکس چې په ۲۰۰۴ کې جوړ شوی په پام کې لري چې تر ۲۰۲۷ پورې د خپلو ځواکونه شمېر ۱۰۰۰۰ سرتېرو ته لوړ کړي.