د سویډن مالمو ښار ته نوي رسیدلي کډوال. نومبر ۲۰۱۵.
انځور: Picture alliance
د سویډن مالمو ښار ته نوي رسیدلي کډوال. نومبر ۲۰۱۵. انځور: Picture alliance

د سویډن دولت پریکړه کړې چې ټولو هغو کډوالو ته چې دغه هیواد ته نوي راځي له یوې لنډې مودې وروسته، د ټولنیزو او کورنیو تاوتریخوالو لنډ مهال کورسونو برابر کړي. دغه زده کړې به د نویو کډوالو لپاره اجباري وي.

د سویډن دولت پریکړه کړې چې ټولو هغو کډوالو ته چې دغه هیواد ته نوی راځي له یوې لنډې مودې وروسته، د ټولنیزو او کورنیو تاوتریخوالو لنډ مهال کورسونو برابروي. دغه زده کړې به د نویو کډوالو لپاره اجباري وي.

د سپوتنیک خبري آژانس د یو خبر له مخې چې نن سه شنبه د فبرورۍ په ۲ خپره شوه راغلي، دغه لنډه مهاله زده کړې به د کورنۍ تاوتریخوالی، جبري ودونو، څو ودونو ، د ماشومانو ودونو، د ښځو تناسلي آلې ختنه کول او توکمپالنې په اړه وي.

په خبر کې راغلي چې د سویډن د مهاجرت شورا ته دنده سپارل شوې تر څو نویو راتلونو پناه غوښتونکو لپاره دې د دغو زده کړو په اړه لازم چمتووالی ونیسي.

د سویډن د عدليي او مهاجرت وزیر مورګان جوهانسن په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي: «  َټول هغه پناه غوښتونکي چې غواړي په سویډن کې پاتې شي باید د ټولنې پر حقوقي مسایلو او خپلو مکلفیتونو پوه شي. د ټولنې په اړمعلومات باید د پناه غوښتنې د پروسې یوه برخه وي او دا باید د ټولنې د انسجام د هڅولو یو پیل وي.»

د سویډن د حکومت په وینا دغه زده کړي په مقدماتي توګه کیدای شي په شفاهي ډول د مهاجرت شورا په دفترکې او یاهم د نورو زده کړو سره یو ځای په ډیجیټلي بڼه ترسره شي. ښځو او نارینه وو ته به پکې په برابر ډول برخه ورکړل شي.

نور ولولئ: سویډن کې د ډېموکراټ ګوند پیاوړتیا او د کډوالو وضعیت

د زده کړو دغه لړۍ به روان کال په اپریل میاشت کې پیل شي. په خبر کې زیاته شوې چې د سویډن د یو شمیر ګوندونو له توافق وروسته دغه ګام ترسره کیږي.

سویډن یو له هغو هیوادونو دی چې په پراخه کچه پکې د کورنیو تاوتریخوالو او جنسي زورونې ګڼې پیښې شتون لري.

 

نورې ليکنې