د پاکستان بلوچستان ایالت کې افغان زده کوونکې. انځور: ظاهر پشتون
د پاکستان بلوچستان ایالت کې افغان زده کوونکې. انځور: ظاهر پشتون

سرانان، د بلوچستان ایالت په کوټه کې یو له هغو ۱۲ کمپونو څخه دی چې اوسیدونکي يي له کلونو د راهیسې د څښاک اوبو د کمښت، روغتیايي خدماتو ته نه لاسرسۍ، بريښنا، ګاز، په ښوونځیو کې د درسي کتابونو د نشتوالي او ګڼو نورو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

دغه کمپ په ۱۹۸۷ کال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د پاکستان حکومت لخوا جوړ شو چې اوسمهال شاوخوا ۵۰۰۰ افغانې کورنۍ پکې میشت دي.

مهاجر نیوز په دغه کمپ کې ۳۳ کلن مدني فعال ظاهر پشتون سره دغلته د شته ستونزو په اړه خبرې کړي.

پاکستان کې افغان مدني فعال ظاهر پښتون
پاکستان کې افغان مدني فعال ظاهر پښتون

«هره بوشکه اوبه په بیه اخلو»

مهاجرنیوز: د سرانان کډوالو په کمپ کې ستاسې عمده ستونزې څه دي؟

ظاهر پشتون: تر ټولوعمده ستونزه، د څښاک اوبو نشتوالی دی. د اوبو نلونه نشته او یوازې په ټانکرو کې د کمپ ۵۰۰۰ کورنیوته اوبه له بل ځایه راوړل کیږي.هره بوشکه اوبه په بیه اخلو چې قیمت يي ۱۰ کلداري دي. تیرو ۴۰ کلونو دغلته د اوبو پروژه تطبیق نه شوه.

د اوبو ستونزې ترڅنګ په کمپ کې د بریښنا، ګاز، کلنیک، ښوونځیوکې د کتابونو نشتون، نورې ستونزې دي چې د دغه ځای اوسیدونکي ورسره لاس او ګریوان دي.

«ښوونځیو کې کتابونه نشته»

مهاجرنیوز: د کمپ اوسیدونکوته د زده کړې په برخه کې څه آسانتیاوې برابرې شوي ؟

ظاهر پشتون: دلته په کمپ کې تر ۹ ټولګي پوري د ابتدایه ښوونځیو چارې د UNHCR لخوا پر مخ یووړل کیږي. له ۹ نه تر ۱۲ ټولګي پورې بیا دغه اداره مرسته نه کوي او وايي چې دا زمونږ د کار برخه نه ده. له ۹ ټولګي وروسته د قرطاسيي ستونزه لرو. په ښوونځیو کې کتابونه نشته. له بازاره يي اخلو او یاهم په کتابچوکې نوټ اخلو. ۷ کاله کیږي چې د کتابونو ستونزه موجوده ده اوچارواکي ورته پام نه کوي.

په ټولیز ډول دلته په کمپ کې د ښوونکو معاشونه کم دي، د قرطاسیې او درسي موادو کمښت شته.

دا ستونزه مو له افغان او پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې خو چا ورته پاملرنه نه ده کړې.

ماشومان له ښوونځیو ورسته د خښتو په بټیو کې کارکوي او دخلکو روزګار دلته ښه نه دی. دوې نشي کولای کتاب او اوبه په بیه واخلي.

په دغه عصري نړۍ کې زمونږ اولادونه دکمپیوټر له زده کړو محروم دي. په ټول کمپ کې بریښنا نشته، سړک نشته.

د لوړو زده کړو د دوام لپاره دپاکستان په دولتي پوهنتونو کې مونږ ته سمه برخه نه راکول کیږي.

«په ټول کمپ کې یو روغتیايي مرکز نشته»

مهاجرنیوز: په کمپ کې څو کلنیکو فعال دي ؟

ظاهر پشتون: په ټول کمپ کې یو روغتیايي مرکز هم نشته. زمونږ کورونه له ښار نه ډیره فاصله لري او خلک مجبوره دي چې د درملنې لپاره د ښار روغتون ته ولاړ شي . UNHCR نه مو چې د کلنیک دجوړولو غوښتنه وکړه په ځواب کې يي وویل چې بودیجه مو کمه شوې او کافي بودیجه نه لرو.

مهاجرنیوز: ستاسو ۳۳ کاله عمر په مهاجرت کې تیر شو. ولې بیرته افغانستان ته نه ستنیږئ؟

ظاهر پشتون: وطن مور دی، ننګ دی ، جنت دی خو په وطن کې امنیتي ستونزې ډیرې دي. زمونږ زرګونه جریبه ځمکې د محلي زورواکو لخوا غصب شوي. د کمپ ډیرۍ اوسیدونکي د افغانستان د شمالي ولایت اوسیدونکي دي چې د دوې زرګونه جریبه ځمکه د زورواکو لخوا غصب شوي. حکومت نه مو د مرستې غوښتنه وکړه خو د حکومت زور په دغو زورواکو نه رسیږي.

نورو ولولئ: پاکستان کې د کورونا ځپلو افغانانو سره مرسته

مهاجرنیوز: د یو مدني فعال په توګه غوښتنه مو له اړوندو چارواکو څخه څه ده ؟

ظاهر پشتون: زه د افغانستان حکومت، پاکستان حکومت او UNHCR څخه غوښتنې لرم.

مونږ افغانان یو او زده کړه زمونږ حق ده. زمونږ زده کړه د افغانستان په ګټه ده نو د افغان حکومت څخه زمونږ جدي غوښتنه داده چې د ۹ ټولګي نه تر ۱۲ پورې د ښوونځیو په ځانګړې ډول زمونږ دکتابونو ستونزې هوارې کړي. دافغانستان د پوهنې وزارت باید دې ته جدي پاملرنه وکړي.

له UNHCR نه زمونږ دا غوښتنه ده چې د ښوونکو معاشونو دې ډیر کړي او د ښوونځیو درسي موادو ته دې پاملرنه ډیر کړي او روغتیايي پروژې دې تطبیق کړي.

د پاکستان له حکومت نه مننه کوو چې ۴۰ کاله يي د افغانانو میلمه پالنه کړې خو په دغه اوږده موده کې مونږ له بريښنا، ګاز، اوبو او نورو لومړنیو آسانتیاوو څخه محروم یو.


 

نورې ليکنې