له ارشیف څخه. انځور: اوچا افغانستان
له ارشیف څخه. انځور: اوچا افغانستان

د افغانستان په کندهار او هلمند ولایتونو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ روانو جګړو تېره یوه میاشت کې نږدې ۲۳۰۰ کورنۍ بې ځایه کړې دي.

دا پنځم میاشت دی چې د افغانستان په کندهار او هلمند سویلي ولایتونو کې د طالبانو او افغانستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې روانې دي. افغان چارواکي وایي چې یوازې په تېره میاشت کې ۲۳۰۰ کورنۍ د دغو جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

طالبانو څه باندې درې میاشتې وړاندې د کندهار پر ارغنداب ولسوالۍ خپل بریدونه پیل کړل چې د ګڼو کورونیو د بې ځایه کېدو سبب شول.

د کندهار د کډوالو چارو مشر دوست محمد نایاب بي بي سي ته ویلي چې له نږدې یوې اونۍ راهیسې ارغنداب کې د جګړو له امله ۱۵۰۰ کورنۍ کندهار ښار ته ورغلي دي.

بیا ولولئ: ملګري ملتونه: روان کال کې ۳۳۰ زرو څخه ډېر افغانان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي

هلمند کې ۸۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې

بل پلو افغان چارواکي وایي چې تېره یوه میاشت کې ۸۰۰ بې ځایه شوې کورنۍ د هلمند له بېلابېلو سیمو څخه د دې ولایت مرکز لښکرګاه ته راکوچېدلي دي.

د تېر کال د سپټمبر میاشتې راهیسې د هلمند په مرکز او نهرسراج، ناوه، نادعلي او مارجه ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

بي بي سي د هلمند د کډوالو چارو مشر سید محمد رامین له قوله زیاتوي چې تېره یوه میاشت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۰۰ تنه د دې ولایت مرکز ته ورغلي دي.

بیا ولولئ: ملګري ملتونه: پنځه میلیونه نور افغانان به په ۲۰۲۱ کال کې مرستو ته اړتیا ولري

د راپورونو له مخې که څه هم بې ځایه شوي کسان وایي چې تر اوسه ورسره مرستې نه دي شوې، خو د افغانستان د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت په حواله دوی له کندهار او هلمند څخه بې ځایه شویو ګڼو کورنیو سره اړینې مرستې کړې دي.


 

نورې ليکنې

Webpack App