انځور: یان لوي، ابي پیېر ټولنه
انځور: یان لوي، ابي پیېر ټولنه

فرانسه کې د کورونا ویروس وبا امله د ژمي د اسکان پروګرامونه د دوو میاشتو لپاره تمدید شوي دي. د دې پرېکړې له مخې هغه کسان چې د مارچ میاشتې تر ۳۱مه یې استوګنځیو کې د اوسېدو موده پوره کېږي کولی شي چې د جون میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دغو کورونو کې ژوند وکړي.

د فرانسې د کورونو چارو وزیرې امانویل وارګون فرانسوۍ ورځپاڼې پاریزین سر په خبرو کې ویلي چې «۲۰۲۱ یو ځانګړی کال دی» نو ځکه دوی ځینو مسایلو ته ځانګړې پاملرنه کوي. نوموړې زیاته کړې چې د همدې وجه د ژمي د اسکان پروګرامونه د دوو میاشتو لپاره تمدید شوي دي او د جون په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.

آغلې وارګون د اسکان پروګرامونو د وخت تمدیدول ضروري بولي. په وینا یې د مارچ په ۳۱مه له د نیازمنو خلکو شړل د ټولنیزو ستونزو سبب ګرځېدلی شي. هغه دا هم وایي چې هغو کسانو ته باید «یو ځل بیا چانس ورکړل شي» چې استوګنځیو کې یې د اوسېدو موده پوره کېږي.

نوموړې پر دې ټینګار کړی چې د جون میاشتې په پیل کې کله چې اخراجونه له سره شروع کېږی باید له استوګنځیو نه اخراجېدونکو کسانو ته سرپناوې برابرې شي.

۲۰۲۱ کې ممکن ۳۰۰ زره کسان اخراج شي

په ورته مهال د پیېر ابې ټولنې د نوي راپور له مخې سږ کال وضعیت «ګواښوونکی» ښکاری. دغه سازمان په خپل کلني راپور کې وایي چې د کووید ۱۹ اقتصادي کړکېچ ښایي د یوې «رښتېنې فاجعې» سبب شي.

د دې ټولنې مشر کریسوف روبر پاریزین ته ویلي چې تېر کال د ژمي د اسکان پروګرامونو د تمدید له امله د ګڼو کسانو د اخراج پروسه کې ځنډ راغی. خو اوس ښایي د تمدید مودې تر پای ته رسېدو وروسته دغه اخراجونه بیا پیل شي. د نوموړي په خبره ممکن دغه وضعیت د ۳۰۰ زرو کسانو د اخراج سبب وګرځي.

پیېر ابې ټولنه زیاتوي چې د مودې تمدیول «ښه خبره» ده خو په دې شرط چې دولت د استوګنځیو مالکانو ته پیسې ورکړي او له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

یادې ټولنې دغه راز د کرایو او نورو کورنیو لګښتونو لپاره د ۲۰۰ میلیونه یورو په ارزښت د ملي مرستې صندوق د جوړولو غوښتنه کړې ده. د استوګنځیو چارو وزیرې بیا ویلي چې دغه وړاندیز تر بحث لاندې دی.  

 

نورې ليکنې