جوزجان ولایت کې د جګړو بې ځایه شوې کورنۍ بشري مرستې ترلاسه کړې. انځور: UNHCR
جوزجان ولایت کې د جګړو بې ځایه شوې کورنۍ بشري مرستې ترلاسه کړې. انځور: UNHCR

د اروپايي ټولنې کمیسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په روان میلادي کال کې به له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۳۲ میلیونه یورو مرسته وکړي.

د اروپايي ټولنې کمیسیون په خپله یو تازه اعلامیه کې لیکلي چې د یاد کمیسیون د بشري چارو مشر جینز لنارشیچ کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې له ملکي وګړو ملاتړ او نړیوال بشري قوانیونو ته درناوی نه شي کولای اوربند ته په تمه وي.

په یوه اعلامیه کې چې نن پنجشنبه د فبرورۍ په ۴ مه د اروپايي ټولنې لخوا خپره شوې په کې د یاد کمیسیون د بشري چارو مشر له خولې راغلي: « د جګړې قیمت تر هر څه ډیر دی او ډیر زیان يي ملکي وګړو ته رسیږي. د ملکیانو ملاتړ د نړیوالو بشري حقونو بنسټ جوړوي او باید د ټولو اړخو لخوا ورته درناوی و شي. اروپايي ټولنه د فوري اوربند غوښتنه تکراروي.»

د اروپايي ټولنې دغه چارواکی په افغانستان کې بشري وضعیت ته په اندیښنې سره ویلي : « تیرو دوو کلونو کې اروپايي ټولنه له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه یورو بشري مرستې کړي. په ۲۰۲۱ کال کې زمونږ لومړنۍ مرستې ۳۲ میلیونه یورو دي.»

جینز لنارشیچ ویلي چې مونږ انساني اصولو ته په درناوي سره له جګړې څخه زیانمو خلکو ستونزو ته د رسیدنې په موخه له نړیوالو موسساتو او د ملګرو ملتونو ادارو سره په ګډه خپل کار ته دوام ورکوو. 

نور ولولئ:ملګري ملتونه: روان کال کې ۳۳۰ زرو څخه ډیر افغانان خپلو کورنو پریښودو ته اړشوي

۱۸،۴ میلیونه انسان بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا ویلي د تیرکال په پرتله د اړمنو کسانو شمیر په افغانستان کې دوه برابره شوی. یاده اداره وايي چې دغه شمیر له ۹،۴ میلیونه څخه په ۲۰۲۱ کال کې ۱۸،۴ میلیونو ته پورته شوی.

د اروپايي ټولنې د بشري چارو مشر له یوه پلاوي سره په ګډه په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چاواکو سره د بشري مرستو په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړي.

د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه د چهار شنبې په ورځ په یوه بیانیه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني له جینز لنارشیچ په مشرۍ د اروپایي ټولنې پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته پر وخت د بشري مرستو رسولو په اړه خبرې وکړې.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د دولتي او وسله والو ځواکونو په نښتو کې زرګونه کورنۍ خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي.

 

نورې ليکنې