په آلمانيو ادارو کي د مهاجر مامورينو ونډه کمه ده Photo: picture alliance / dpa / R.Peters
په آلمانيو ادارو کي د مهاجر مامورينو ونډه کمه ده Photo: picture alliance / dpa / R.Peters

آلمان کې یو شمیر کار پوهان وايي چې په دغه هیواد کې د مهاجرو د نفوس په پرتله په دولتي ادارو کې د هغو مامورینو شمیر کم دی چې د مهاجرت شالید لري. کار پوهانو په دولتي ادارو کې د مهاجرو د استازیتوب او د دوې د کچې د ډیریدو غوښتنه کوي.

د مهاجرت د موضوعاتو کارپوه، توماس ليبيګ د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان(OECD) په یوه غونډه کې چې د چهار شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۳ مه جوړه شوې وه وویل چې د آلمان په دولتي ادارو کې د هغو مامورینو کچه له اړتیا څخه کمه ده چې د مهاجرت شالید لري.

د کاتوليکي خبري آژانس د خبر له مخي ياده غونډه په کار کي د بېلابيلوالي او تبعيض پر موضوع جوړه سوې وه.

د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان په وينا په مجموع کي په آلمان کي په کاري بازار کي د مهاجرو په موضوع کي زياتي خلاوي موجودي دي. زياته سوې چي دا خلاوي د هغو کسانو له پاره هم صدق کوي چي کورنۍ يې له بهر څخه آلمان ته راغلې خو دوی پخپله په آلمان کي زېږېدلي دي. دا چي د آلمانيانو او مهاجرت شاليد لرونکو کسانو تر منځ د کار په بازار کي دا توپيرونه ولي موجود دي، په هلکه يې ياد سازمان په پرتليزه توګه د تعليم ټيټه سويه، پر آلمانۍ ژبي ناکافي تسلط لرل، په آلمان کي د بهرنيو هيوادونو د بريليکونو نه په رسميت پېژندل کېدنه او د آلمان د کاري بازار جوړښت د لاملونو په توګه ياد سوي دي.

د آلمان په مرکزي پارلمان بُندستاګ کي د سوسيال دموکرات ګوند استازي، کارامبا ديابي وويل چي په تيرو لسو کالو کي زيات اقدامات سوي دي چي په ادارو کي د مهاجرت شاليد لرونکي مامورين زيات سي. هغه د بېلګي په توګه د هغې ادارې د قيام خبره وکړه چي مقصد يې په دولتي ادارو کي د کار ورکولو پر وخت د بېلابيلوالي د موضوع څېړل دي. دغه سياستوال وويل چي د نورو اقداماتو تر څنګ د تبعيض ضد قوانينو رامنځته کول او په ټولو فدرالي ايالتونو کي د تبعيض ضد ادارو رامنځته کول اړين دي.

دا چي بېله نوم او انځور څخه کار ته «بې نومه غوښتنليک» ليږل ممکن سي که نه، په دې هکله ګډونوالو بېل نظرونه لرل او واحد تفاهم نه ؤ موجود. د دغه وړانديز له مخي کسان کولای سي چي بېله دې چي خپل انځور يا نوم وليکي، د خپلو کاري او تعليمي لاسته راوړنو د ليسټ پر اساس يو کار ته مراجعه کوي. د دغه وړانديز مقصد دا دی چي د کاري انټرويو يا مرکې تر مخه لا د ممکنه تبعيض لاره ونيول سي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې