طارق الاوس غواړي د آلمان په پارلمان کي د ولس استازی سي | Photo: Metodi Popow/imago images
طارق الاوس غواړي د آلمان په پارلمان کي د ولس استازی سي | Photo: Metodi Popow/imago images

۳۱ کلن سوريايي مهاجر چي په ۲۰۱۵ کال له سوريې څخه آلمان ته رامهاجر سوی ؤ، غواړي چي لومړی مهاجر وګرځي چي د آلمان د پارلمان غړی کيږي.

طارق الاوس اوه کاله مخکي په حلب او دمشق کي د حقوقو په لوړو زدکړو بوخت ؤ. کله چي هغه وخت کورنۍ جګړه رامنځته سوه نو هغه په سوليزو لاريونونو او مدني او مرستندويه فعاليتونو کي ونډه واخيسته. طارق د سره صليب سره د مرستو په رسولو کي مرسته وکړه کله چي د جګړې ساحې لا پراخي سوې.

خو نوموړی په خپله د رژيم هدف وګرځېد او د د زيات غور او فکر وروسته دې نتيجې ته ورسېد چي له سوريې څخه هجرت وکړي. نوموړی د ۲۰۱۵ کال په جولای مياشته کي له سوريې څخه ووت.

دغه مهاجر چي اوس ۳۱ کلن دی هيله لري چي د لومړي مهاجر په توګه د آلمان په پارلمان کي غړی وګرځي. هغه د آلمان د زرغون ګوند غړی دی او د نارد راين ويستفالن ايالت په اوبر هاوزن کي يې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ دويمه نېټه) د خپلي کانديداتورۍ فعاليت پېل کړل. دا د هغه وروسته چي مخکي يې د آلمان د تابعيت له پاره غوښتنليک اړونده ادارې ته وړاندي کړ.

د روان ميلادي کال د سپتمبر د ۲۶مې نېټي له پاره په آلمان کي د مرکزي پارلمان بُندستاګ له پاره ټاکني پلان سوي دي. دا له هغه څخه نژدې شپږ کاله ورسته چي د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل اعلان وکړ چي د آلمان پولي به د مهاجرو په وړاندي پرانستل سي. په دې ترڅ کي له سوريا، افغانستان او نورو هيوادونو څخه په سلونو زره مهاجر آلمان ته راداخل سول.

د روان ميلادي کال ټاکني به دويمي ټاکني وي چي په اروپا کي د مهاجرت د بحران وروسته په آلمان کي ترسره کيږي. په ۲۰۱۷ کال چي کله د مهاجرت بحران پر وخت په آلمان کي ټاکني تر سره سوې نو د لومړي ځل له پاره د آلمان لپاره بديل ګوند (AfD) و مرکزي پارلمان او يو شمير ايالتي پارلمانونو ته لاره پيدا کړه. ياد ښې اړخی او پاپولَست يا عوامپال ګوند د مهاجرت ضد افکار او پاليسۍ لري.

طارق الاوس پر ټويټر په خپره سوې د خپلي کانديداتورۍ د کامپاين په ويډيو کي ويلي: «په آلمان کي د نارد راين ايالت زما کور دی.» د نوموړي په وينا په اوبر هاوزن او دينسلاکن ښارونو کي د هغه د سياسي کار پيل سو.

انسجام د کرامت له پاره

طارق الاوس له سوريې څخه د مهاجر کېدو وروسته تر دوو مياشتو د بالقان پر مسير په حرکت کي ؤ چي و آلمان ته ورسېد او د بوخوم ښار په يو داسي مکتبي لوبغالي کي ورته ځای ورکول سو چي د مهاجرو له پاره چمتو کړل سوی ؤ.

طارق الاوس د «تاګس شپيګل» آلمانۍ ورځپاڼي ته ويلي:«ما چي څه غوښتل هغه د امن او کرامت ژوند ؤ.»

کله چی طارق په آلمان کي د ژوند وضعيت وليد نو يې د څو مياشتو په جريان کي د يو داسي سازمان په رامنځته کيدو کي برخه واخيسته چي د مهاجرو د سرپټي ځايونو د بهتره کولو له پاره کار کوي.

نوموړي صرف په شپږو مياشتو کي آلماني ژبه زده کړه. د هغه څخه لنډ وخت وروسته هغه د ټولنيز مرستندويه په توګه کار پېل کړ او نورو پناه غوښتونکو ته يې د حقوقي مشورو ورکولو فعاليت پېل کړ.

کله چي په ۲۰۱۸ کال و اروپايي هيوادونو ته د هغو مهاجرو د پرېښودلو پر سر سياسيونو لانجې راولاړي کړې چي له کښتيو څخه ژغورل سوي ول نو طارق الاوس د «زې بريوکه» يا (سمندري پل) په نوم د اتحاد په رامنځته کولو کي برخه واخيسته. دغه اتحاد په سمندر کي د ژغورل سوو مهاجروړ سره مرستي کوي.

هڅه کوم د بې غږو خلکو غږ وګرځم

طارق الاوس د زرغون ګوند غړی دی. دغه ګوند چي زيات تمرکز يې د چاپيريال ساتنې پر موضوع دی، د طارق الاوس له خوا پکښي پر هغو موضوعاتو ټينګار کيږي چي د اقليمي تغيراتو په نتيجه کي د مهاجرت د رامنځته کيدو سره تړلي دي.

طارق د ټويټر په خپله کامپايني ويډيو کي ويلي: «د اقليم بحران به د مځکي د کورې په شمال کي د خلکو وضعه لا ور جدي دي. له دې کبله بايد چي د يوې عادلانه چاپيريال په تړاو پاليسۍ تمرکز پر مهاجرو او مهاجرت باندي وي.»

هغه زياته کړې:«په بُندستاګ کي د لومړي مهاجر استازي په توګه غواړم چي د هغو په سلونو زرو انسانانو سياسي غږ وګرځم چي خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي او زموږ سره ژوند وکړي.»

هغه وويل چي که بريالی سي نو يې هيله دا ده چي د ټولو مهاجرو ږغ وګرځي.


دي پي اې

د لومړۍ خپرېدني نېټه: د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ ۳يمه نېټه

د دغه مطلب د چاپ ټول حقونه د آلمان ږغ سره خوندي دي

د آلمان ږغ د باندينو وېبپاڼو د متونو مسؤليت په غاړه نه اخلی

منبع: د آلمان ږغ انګريزي څانګه

 

نورې ليکنې