پناه غوښتونکي د بریتانیا جنوب خیتځ د نیپر کمپ کې. جنوري ۲۰۲۱. انځور:AP
پناه غوښتونکي د بریتانیا جنوب خیتځ د نیپر کمپ کې. جنوري ۲۰۲۱. انځور:AP

یو تن کډوال چې د بریتانیا د کنت ښار په یوه پوځي مرکز کې ورته سرپناه برابره شوې وه د سه شنبې په ورځ د محکمې لخوا له هغه ځایه د انتقال حکم ترلاسه کړ. دغه حکم په کمپ کې میشت سلګونه هغو کډوالو ته د دې لاره برابروي چې له دغه کمپ څخه نورو ځایونو ته واستول شي. په کمپ کې د ژوندانه شرایط ډیر سخت ښودل شوی

په کمپ کې د میشتو ۴۰۰ کډوالو له ډلې، ۱۲۰ تنه يي د جنورۍ په نیمايي کې په کرونا ویروس اخته شوي ول.

د برتیانیا عالي محکمې د سه شنبه په ورځ د فبرورۍ په ۲ مه پریکړه وکړه چې چارواکي ۲۴ ساعته وخت لري تر څو د کنت ښار د نیپر په نوم جنجالي کمپ کې میشت د یو تن کډوال کور خالي کړي. قاضي فکر کړی چې شکایت کوونکی دا داثابته کړه چې د هغه د کور شرایط سم نه دی او د کرونا ویروس له خطر سره مخامخ دی.

یو تن قاضي امیلي سوثیل چې د دغه کډوال استازیتوب يي کوله د بریتانیا ګارډین ورځپانې ته وویل: « دا پریکړه نه یوازې د دغه کډوال لپاره بلکه د نیپر کمپ ټولو میشتو کډوالو لپاره یو مهم ګام دی. له دې سره نور قاضیان هم د څلورو کډوالو پر دوسیو کار پیل کړ.

په کنت ښار کې د کډوالو د یو انجمن ویاندې بریجیت چپمن د محکمې پر دغې پریکړې حیرانه نه ده او هیله څرګندوي چې یاده پریکړه، په دغه کمپ کې د نورو بند پاتي کډوالو لپاره دې هم دروازې پرانیزي. نوموړې له مهاجر نیوز سره په خبرو کې وايي:« مونږ تل ټینګار کړی چې دغه کډوال په خپلو اصلي هیوادونو، د سفر پر مهال او په کوربه هیوادونو کې د تاوتریخوالو قربانيان دي. په کمپ کې د کډوالو ساتل د دوې روغتیا او روان ته سخت زیان رسولای شي.»

نور ولولئ: د سازمانونو د اندېښنو سربېره برتانیا په چارتر الوتکو کې نور پناه غوښتونکي اخراجوي

شکایت کوونکی چې دانساني قاچاق قرباني دی، د ۲۰۲۰ کال په اګست میاشت کې بریتانیا ته ورسید او تر سپتمبر میاشته پورې د نیپر کمپ کې ساتل کیده. سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت پریکړه کړې وه چې د جنورۍ میاشتې په ۱۹ کې نوموړی بل ځای ته انتقال شي خو هغه له دغه تاریخ وروسته هم په کمپ کې ساتل کیده.

کمپ کې د ژوند ناوړه شرایط

له محکمې وړاندې د دغه کډوال قاضي ثابته کړې وه چې دغلته شرایط ډیر بد دي. په کمپ کې ساړه هوا، په یوه کوټه کې کله ناکله د لسګونه کسانو اوسیدل او د تشنابونو بد وضعیت هغه ستونزې وې چې د وکیل لخوا ثابتې شوې وې. د جنورۍ په ۲۹ مه په کمپ کې اورلګیدنې د ژوند شرایط لا پسې سخت کړ.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي چې بهر ته د نه پریښودلو له وجې، د جنورۍ په نیمايي کې د کډوالو غذايي اعتصاب، اعتراض او حتی د ځان وژنې پيښو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ګارډین ورځپاڼې ته ویل :« د کډوالو سرپناه خوندي او د ډاډ وړ دی. د کمپ اوسیدونکو ته د ورځې درې وخته ډوډۍ برابریږي او دا ټول دمالیه ورکوونکو له پیسو څخه دي.»

په کنت ښارکې د کډوالو دملاتړ ادارو د چهار شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته خپل شکایت وړاندې کړ او د نړیوالو قوانینو په ځانګړي ډول د جنیوا کنیوانیسون له مخې د بریتانیا دولت لخوا يي په دې برخه کې د بیړنۍ اقدام او د کډوالو دایستلو غوښتنه وکړه.

 

نورې ليکنې