کډوال هڅه کوي چې د بوسنیا له پولې کروشیا ته واوړي. انځور: فرانس پرس خبري آژانس
کډوال هڅه کوي چې د بوسنیا له پولې کروشیا ته واوړي. انځور: فرانس پرس خبري آژانس

اقغان کډوال محمد امین ابراهیمي ۳۰ ځلې هڅه کړې چې له بوسنیا څخه خپله کورنۍ کروشیا ته انتقال کړي خو د سرحدي پولیسو لخوا يي مخه نیول شوې. نوموړی له اروپايي ټولنې غواړي چې د کډوالو پر مخ دې خپلې دروازې پرانیزي.

۳۰ کلن محمد امین په داسې حال کې چې غرب لورې ته د کروشیا غونډیو ته ګوري د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، په تیرو شپږو میاشتو کې مو ډیره هڅه وکړه چې کروشیا ته واوړو خو د دغه هیواد د سرحدي پولیسو لخوا زمونږ مخه ډب شوه او بیرته بوسنیا ته ولیږدول شو. محمد امین اوس له خپلې میرمن او دوه کلن لور سره په بوسنیا کې په یو خراب کورکې شپې سبا کوي.

بوسنیا کې د محمد امین په څیر زرګونه کډوالې کورنۍ په سختو شرایطو کې شپې سبا کوي چې دغه ستونزه په بروکسل کې د چارواکو ترمنځ بحثونه راپارولي او د بالکان دولت څخه غوښتنه شوې چې د ژمي په سړه هوا کې دغه بند پاتې کډوالو ته دې مناسبه سرپناه برابره کړي.

خو کډوال بیا په دغه هیواد کې د پاتې کیدو لیوالتیا نه لري او وايي که چیرې اروپايي ټولنه خپلې دروازې پرانیزي نو د دوې ستونزي به ډیر ژر هوارې شي. اروپايي ټولنه بیا غواړي چې په بوسنیا کې دوې ته امکانات برابر شي.

ابراهیمي فرانسې خبرې آژانس ته وویل:« مونږ غواړو کروشیا کې خپل د مهاجرت کارونه پیل کړو او له هغه وروسته سلوانیا او یا ایټالیا ته ولاړ شو.»

دغه افغان کډوال له خپلې کورنۍ سره په یو خراب کور کې چې د اوبو آسانتیاوې پکې نشته او دیوالونه يي هم خراب دي، له کړاوه ډک ژوند تیروي. یاده کورنۍ خپله کوټه د هغه لمپ په رڼا ګرموي چې د ځايي خلکو لخوا دوې سره مرسته شوې.

له دغو ستونز سره سره بیا هم ابراهیمي غواړي چې له پولې د اووښتو هڅه وکړي. هغه وايي چې په افغانستان کې امنیت نشته.

د اروپايي ټولنې ګرم بلل

د جګړو او فقر څخه تښتیدلي د منځني ختیځ، آسیا او افریقايي هیوادونو کډوالو لپاره بوسنیا له ۲۰۱۸ کال راهیسې، اروپا ته د اوښتو پر یوې مهمې لارې بدله شوې.

شاوخوا ۸۰۰۰ کډوال اوس له دغه هیواد څخه کروشیا ته د اوښتو د انتظار شپې او ورځې سبا کوي. دوې پولې ته له رسیدو سره د پولیسو له تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي او مخه يي ډب کیږي.

دا چاره د بوسنیا په شمال غربې برخه کې بیهاک ښار شاوخوا کې د زرګونه کډوالو د بند پاتې کیدو لامل شوی. دغلته دوې د ژوند له سخت کړاو سره مخامخ دي.

نور ولولئ: بوسنیا: له اورلګیدنې وروسته لاهم د لیپا کمپ کډوال له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي

د بیهاک سیمه ایز اوسیدونکي د اروپايي ټولنې مسولیت په اوږو اخیستلو سره له دغه حالت څخه ناراضه شوي. دبشري حقونو د ملاتړ سازمانونه هم په سرحد کې د شته ستونزو له امله ناامیده دي.

په داسې حال چې د ماشومانو په ګډون سلګونه کډوال د ژمي په سړه هوا کې پریښودل شوي، د بیهاک ځايي چارواکي د دوې لپاره د مرستو دمرکزونو له پرانیستو ډ ډه کوي. د دغو مرکزونو د جوړولو لپاره اروپايي ټولنه ۹۰ میلیونه یورو مرسته کړې وه.

د نارینه کډوالو لپاره په سیمه کې د یو مرکز د جوړولو پر وړاندې د سیمې او سیدونکو مخالفت څرګند کړ چې له امله يي دغه مرکز د چارواکو لخوا و تړل شو.

ځايي اوسیدونکي، په دې برخه کې اروپايي ټولنه ګرم بولي. په سیمه کې د هنر یو ښوونکی سج رامیج اروپايي ټولنه په بې باکۍ تورنوي.

نوموړی د فرانسې خبري آژانس ته ویلي:« اروپايي ټولنه غواړي بوسنیا د کډوالو په پارکینګ بدل کړي»

مهرباني وکړئ پولې خلاې کړئ

د ژوند دناوړه شرایطو سربیره، ځینې کډوال د ځايي خلکو له ستونزو سره هم لاس او ګریوان دي. خو دواړه لوري بیا اورپايي ټولنې ته یو پیغام لري.

بوسنیا کې یو تن پاکستاني موټر چلونکی راشد محمود وویل:« له ملګري ملتونو او اروپايي ټولنې څخه زما یوازینۍ غوښتنه داده چې مهرباني وکړئ خپلې پولې خلاصې کړۍ او کډوال پریږدئ.».هغه ۲۷ وارې هڅه کړې چې اسپانیا او یا هم پرتګال ته واوړي.

د سیمه ایز کورنیو چارو وزیر نرمین کلجاجیچ په خبره تیرو دریو کلونو کې شاوخوا ۱۰۰ زره تنه اروپايي هیوادونو ته رسیدلي. نوموړی د فرانسې خبري آژانس ته ویل چې اروپايي ټولنه کولای شي دوې بیرته بوسنیا ته ولیږدوي خو دوې زر وارې دوباره د اوښتو هڅه کوي او بالاخره د خپلې خوښې ملک ته ځان رسوي.

 

نورې ليکنې