پاریس کې ځینې مهال، بې سرپرسته زیرسن کډوال په سړکونو کې له سرپناه او ډوډۍ پرته وخت تیروي. انځور: RFI
پاریس کې ځینې مهال، بې سرپرسته زیرسن کډوال په سړکونو کې له سرپناه او ډوډۍ پرته وخت تیروي. انځور: RFI

د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د پنجنشبې په ورځ د فبرورۍ په ۴ مه، بې سرپرسته کم عمره کډوالو لپاره په لومړي ځل د استوګنې یو مرکز پرانیستل شو.

د استوګنې دغه مرکز چې د ډسمبر په پای کې يي چارې بشپړې شوې وې د هغو کډوالو هرکلی کوي چې د خپل عمر د تثبیت په انتظار کې وي او یا هم د زیر سن په توګه يي وضعیت لا نه وي مشخص شوی. یو شمیر انجمنونه بیا وايي چې دغه مرکز « د ستونزې د پراخې کچې سره هیڅ مطابقت نه لري.»

دا لومړی ځل دی چې د استوګنې دا ډول مرکز د زیر سن بې سرپرسته کډوالو لپاره په فرانسه کې پرانیستل کیږي. دا مرکز په ۱۵ پاریس کې جوړ شوی چې په یوه وخت ۴۰ تنو ته سرپناه برابروي او د ۲۰۲۰ کال تر نیمايي پورې به د پاریس ښاروالۍ لخوا يي چارې پر مخ یو وړل شي.

یاد مرکز کې هغو کډوالو ته ځای ورکول کیږي چې MIE دفتر لخوا د خپل عمر ارزونې د پایلې په تمه دي. دغه کډوال د ایل دو فرانس لخوا د زیرسن په توګه نه دي تثبیت شوي او اوس د ماشومانو ملاتړ ادارې ( ASE) لخوا د مسولیت اخیستلو لپاره يي اپیل کړی.

د کلونو راهیسې د پاریس ، دولت او له کډوالو د ملاتړ سازمانونو لخوا په دې برخه کې هڅې روانې وې. دغه کم عمره کډوال قاضي ته د خپل اپیل د ځواب په موده کې بې سرنوشته پریښودل شوي ول.

د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې د پاریس ښاروالی مرستیال دومینیک ورسیني وویل:« دوه کاله کیږي چې له دولت څخه چې د مرکز مالي مسولیت لري غواړو چې د زیانمن بې سرپرسته ماشومانو لپاره د استوګنې مرکز په پرانیستلو کې مرسته وکړي.»

نوموړی زیاته کړه:« دا لومړی ځل دی چې د پاریس ښاروالی په دې برخه کې عملي ګام پورته کوي». د ښاروالی دغه چارواکی دا یو ښه پرمختګ بولي او وايي که چیرې دا مرکز نه وی نو زیرسن کډوال دې ته اړ کیدل چې د سامو سوسیال انجمن ۱۱۵ شمیرې ته د سرپناه لپاره ټیلفون وکړي.

«دا د ستونزې د پراخې کچې سره هیڅ مطابقت نه لري»

د ایل دوفرانس پروفکتور ماګالي شاربنو د دغه مرکز د پرانیستلو د مبارکۍ ترڅنګ وویل په ایل دو فرانس او په ځانګړې ډول په پاریس کې د یوې خاصې طبقې خلکو لپاره د دا ډول مرکز پرانیستلو ته جدي اړتیا وه چې له دې سره به د بې سرپرسته ماشومانو د سرپنا او اداري کارونو ستونزه هواره شي.

نور ولولئ: پاریس: ځوانو مهاجرو لپاره د اوسېدو ۴۰ نوي ځایونه جوړېږي

فرانسه کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) مشرې کورین توره، مهاجر نیوز سره په خبر کې وویل چې د دغه مرکز په جوړولو کې له مونږ سره هیڅ ډول مشوره نه ده شوې په داسې حال کې چې کلونه کیږي چې د دغو زیرسن ماشومانو ستونزې څارو.

نوموړې وايي دغه مرکز « د ستونزې پراخې کچې سره هیڅ مطابقت نه لري.». هغه وايي چې د ۴۰ کسانو لپاره یوازې درې اجتماعي کارمندان ګومارل شوي او لازم روغتیايي خدماتو ته هم پاملرنه نه ده شوې.

د یادولو ده چې په ۲۰۲۰ کال کې په پاریس کې شاوخوا ۵۰۰۰ کډوال د خپل زیرسن ارزیابي ترسره کړې چې له دې ډلې ۳۰ سلنه يي د زیرسن په توګه تثبیت شوي دي.


 

نورې ليکنې