کالې کې چې شاوخوا ۱۰۰۰ کډوال ژوند کوي واوره وري.انځور: care 4 calais
کالې کې چې شاوخوا ۱۰۰۰ کډوال ژوند کوي واوره وري.انځور: care 4 calais

د فرانسې په شمالي برخه کې د سختې سړې هوا له وړاندوینې سره سم، دولت د یکشنبې په ورځ د کالې او ګراند سنت په ښارونو کې د کډوالو د سرپناه لپاره د نورو ځایونو د پرانیستلو خبر ورکړی. د کډوالۍ ملاتړې ادارې اندیښمن دي چې نوي ځایونو ته د کډوالو تګ او لاسرسۍ ستونزمن دی.

د فرانسې په کالې او ګراند سنت ښارونو کې د څور پرله پسې ورځو راهیسې د واورې وریدنې له امله هوا ډیره سړه شوې. دولت د یکشنې په ورځ د فبرورۍ په ۷ مه د بې سرپناه کډوالو لپاره د نور اضافي ځایونه د پرانیستلو خبر ورکړ.

له تمې خلاف چارواکي په ګراندسنت ښار کې د ۱۷۰ اضافي سرپناه د پرانیستلو پریکړه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې لاهم ګڼ شمیر کډوال په دانکرک ساحل کې له سرپناه پرته شپې سبا کوي. د فرانسې شمال پروفکتور په یوه خبرپاڼه کې راغلي: « روانه اونۍ د فبرورۍ په ۶ او ۷ تاریخ، ۱۷۰ اضافي ځایونه د سرپناه لپاره پرانیستل شول او ۷۸ تنه پکې له وړاندې ځای پر ځای شوي دي.». پروفکتور کډوال دې ته هڅوي چې د پناه غوښتنه ثبت کړي.

«کډوال نه غواړي له ساحل څخه لرې واوسي»

په سیمه کې د کډوالۍ ملاتړ انجمنونه « یوتوپیا ۵۶ » او «اوبرګ دې میګران» د کډوالو وضعیت څاري. د دوشنې په ورځ د فبرورۍ په ۸ مه، د یوتوپیا ۵۶ انجمن همغږې کوونکې لورا د مهاجر نیوز د هغه پوښتنې په ځواب کې چې « دغه ۱۷۰ سرپناه چیرته ده ؟» وویل : « مونږ نه شو کولای په دې اړه ډیر معلومات ترلاسه کړو.»

نوموړې وايي چې د سرپناه لپاره د نوي مرکزونو پرانیستل ښه کار دی خو چې ساحل ته نږدې وي. هغه وايي: دا تل یوه ستونزه وي، کډوال نه غواړي له ګراند سنت او دانکرک نه لري ژوند غوره کړي ځکه دوې غواړي بریتانیا ته ولاړ شي. همدغه لامل دی چې لرې مرکزونو ته له تلو دوې ډ ډه کوي. د سرپناه د ترلاسه کولو لپاره ۱۱۵ شمیرې ته ټیلفون کول هم د حل لاره نه ده. لورا زیاتوي:« په دانکرک کې یوازې ۲۰ د سرپناه ځایونه شتون لري چې دا بسنه نه کوي.» یوتوپیا ۵۶ اټکل کوي چې لاهم ۵۰۰ تنه کډوال د ښار په سړکونو کې شپې او ورځې سبا کوي.

د سلام له انجمن څخه کلر میلوت چې په ګراند سنت کې کډوالو لپاره غذا ویشي وايي « حالت وحشتناک دی»

«هیله لرو چې کومه لوبه نه وي»

کالې کې هم د هوا د سړې څپې د راتلو لپاره اقدامات په پام کې نیول شي. د سرپناه دوه مرکزونه د کم عمر او ډیر عمر لرونکو لپاره به د فبرورۍ تر ۱۵ پورې خلاص وي.

د یوتوبيا دفتر مسولین وايي د دغه مرکزونو خلاص پاتې کیدل ښه خبره ده خو ورته لاسرسۍ ګران دی. د یادې ادارې یو تن همغږې کوونکې سیلوې ویلي:« تاسو دغه ځایونو ته د تګ لپاره باید بس و نیسئ او بسونه یوازې د مازیګر له ۴ نیمو څخه تر ۶ نیمو بجو کډوال انتقالوي. د ماښام او شپې لخوا هیڅ ډول د حمل او نقل وسیله شتون نه لري.»

نور ولولئ: فرانسه: د کالې ښار په مرکز کې یو مهاجر کمپ وتړل شو

سیلوې د خپلو خبرو په دوام وايي: « د بیړنۍ حالت څخه د ژغورنې لپاره یوتوپیا ۵۶ انجمن په ګراندسنت او کالې کې د سړې هوا له امله رامنځ ته شوی ناروغۍ ( هیپوترمیا) ضد ساحوي فعالیتونه په لار اچولي.» هغې زیاته کړه مونږ په سیمه کې د خلکو د تودولو لپاره لرګي، بخارۍ او د تودولو نورې توکې ویشو.

 

نورې ليکنې