له تېر کال راهیسې زیات شمېر مهاجر، چې ډېری یې افغانان دي، فرانسې ته د رسېدو په موخه د شپې له خوا له الپ غرونو څخه د تېرېدو لپاره هڅې کوي. کډوال نیوز د فبرورۍ پر ۵مه دغې سرحدي سیمې ته ورغلی و.
فرانسوي ګزمه کوونکي ژولیت او ویل د شپې په سړه هوا کې مون ژنېور کوتل ته خېږي. دوی هیله لري چې له واورو ډکو غرونو کې هغه مهاجر وژغوري چې د ایټالیا له اولکس سیمې د فرانسې بریانسون ښار ته د رسېدو لپاره هڅه کوي.
که څه هم د شپې مهال د واورو او یخې هوا له امله له دغو غرونو څخه تېرېدل سخت دي، خو مهاجر د فرانسې د سرحدي پولیسو له وېرې خپل ژوند په خطر کې اچوي.

نن شپه د توس میګران ټولنې د ګزمه کوونکو دوې ډلې الپ غرونو کې د مهاجرو پر لټون بوخت دي. د شپې د ۹ بجو په شاوخوا کې یوه ډله د یو کوچني ماشوم په ګډون له ۶ ایرانیانو سره مخ کېږي. لږ وروسته د ګزمه کوونکو دویمه ډوله له څلورو نورو مهاجرو سره مخ کېږي چې د شمالي افریقا - یو الجزایری او درې مراکشیان - اتباع دي.
دغه څلور کسان اړ دي چې د سرحدي پولیسو او ژاندارمو د منظمو ګزمو له امله ښار ته د داخلېدو لپاره دوه ساعتونه ځان په کوتل کې پټ کړي. که څه هم دغو مهاجرو ګرمې جامې اغوستې دي، خو د واورې د بوټونو د نه لرلو له کبله یې پښې سړې شوې دي. دوی کوتل کې تر اوږد انتظار وروسته بریانسون ښار ته انتقالېږي چې له سرحده لس کیلومتره فاصله لري.

رفیوج سولیدېر یا د مهاجرو د استراحت ځای
رفیوج سولیدېر ټولنه د ایټالیا پولې په ۱۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. دغه ټولنه چې څو کاله وړاندې جوړه شوې له سرحد نه د تېرېدونکو مهاجرو د استراحت ځای بلل کېږي. څو کاله وړاندې ډېری دغه کسان د افریقايي هیوادنو اتباع وو، خو له یو کال راهیسې افغان او ایراني مهاجر د تېرېدونکو کډوالو لویه برخه جوړوي.
د رفیوج سولیدېر غړې کترین کلمانسو وایي چې د تېر کال له اکټوبر میاشتې راهیسې هره میاشت تر ۳۰۰ ډېر ښځې او ماشومان دغې ټولنې ته رسېږي چې ډېری یې افغانان دي.
بیا ولولئ: د فرانسې او ایټالیا پر غرنیزه پوله ۱۱ افغان ژغورل شوي
هغه زیاتوي: «په ۲۰۲۰ کې ۱۰۵۴ ا فغانان، ۵۲۰ ایرانیان، ۲۹ مراکشيان او الجزایریان او ځینې ګینیایان د مون ژنېور کوتل له لارې بریانسون ته رسېدلي دي.» په وینا یې ګڼ شمېر افغانان او ایرانیان دغه استوګنځي کې د درېو ورځو له تېرېدو وروسته المان او یا برتانیا ته ځي.

افغان مهاجر ۴۶ کلن داوود یو له هغو کسانو دی چې له خپلې کورنۍ سره یې د مون ژنېور کوتل له لارې بریانسون ښار ته ځان رسولی دی. هغه چې له دوو درېو شپو راهیسې رفیوجي سولېدر مرکز کې ژوند کوي وایي موخه یې دا ده چې جرمني ته ولاړ شي.
تازه ګل یوه بله افغان مهاجره ده چې د خپل ۱۳ کلن زوی میلاد سره فرانسې ته رسېدلې ده. نوموړې بوسنیا کې د داوود له کورنۍ سره یو ځای شوې ده او غواړي چې ورسره المان ته ولاړه شي. تازه ګل چې اومېندواره ده وایي چې هیله لري په یو امن هیواد کې خپله لور وزېږوي.
«غرونو څخه تېرېدل ما ته اسان ښکارېدل»
خو د ګواښونو سربېره مهاجر لا هم د واورو ډکو غرونو له لارې له ایټالیا نه فرانسې ته د راتګ لپاره هڅې کوي. د داوود ښځه ۴۱ کلن انیسه چې دوه لورې یې ورسره دي وایي د مهاجرت پر لارو یې دومره سختۍ لیدلې چې دغه غرونو څخه تېرېدل ورته بېخي اسان ښکارېدل. په وینا یې د سفر تر ټولو سختې شېبې یې کروشیا کې تېرې کړې دي.
نوموړې زیاتوي چې دوی ۲۰ ځله د کروشیا له پولې څخه د تېرېدو لپاره هڅې کړې، خو هر ځل پولیسو نیولي او بوسنیا ته یې اخراج کړي دي. د انیسې په حواله کروشیایي پولیسو یې څلور تېلېفونونه او ۱۰۰۰ یورو نیولې دي.
په ورته مهال د توس میګران ټولنې بنسټګره پاکرېت فورست چې د ګزمې پروګرامونه جوړوي وایي چې مهاجر د فرانسوي پولیسو له خوا ایټالیا د بېرته اخراجېدو د مخنیوي لپاره له غرونو څخه د تېرېدو زیار باسي او خپل ځان خطر کې اچوي . په وینا یې د ۲۰۲۰ له نوامبر میاشتې راهیسې سیمه کې د ګزمه کوونکو سرتېرو شمېر دوه چنده شوی دی.
بیا ولولئ: د مهاجرو مدافع بنسټونه وایي الپ غرونو کې د سرحدي پولیسو له خوا ځورول کېږي

هغه زیاتوي: «ډېری مهاجر د ایټالیا پر لور اخراجېږي. دغه اخراجونه د دې سبب شوي دي چې مهاجر له سختو لارو فرانسې ته د راتلو لپاره هڅې وکړې. موږ غواړو چې قانون ته درناوی وشي او مهاجر د فرانسې خاورې ته تر ننوتلو وروسته د پناه غوښتلو حق ولري.»
خطرونه او زیان منونکي مهاجر
د آغلې فورست په حواله نن سبا له غرونو څخه د تېرېدونکو مهاجرو عمرونه او روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دي. په وینا یې دمګړۍ ماشوم لرونکي کورنۍ او ان بوډاګان فرانسې ته د راتګ په هیله دغه لارې کاروي.
د توس میګران رضاکاره ژولیت بیا وایي چې ځینې شپې اورښت او غبار زیات دی چې له امله یې دوی مهاجر نه شي موندلی.
دغه دواړه کسان زیاتوي چې په سړه هوا کې د غرونو له لارې سفرونه له ګواښونو ډک دي. په خبره یې مهاجر غرونو کې له دغو ستونزو سره مخ کېدلی شي: د بدن د حرارت درجې ټیټوالی، بدن کې د اوبو کموالی، د برفکوچ او توپان خطرونه او یخ وهنه.
د دوی په خبره تر اوسه دوو کسانو د یخ وهنې له امله خپل لاسونه او پښې له لاسه ورکړې دي. دغه راز له ۲۰۱۶ راهیسې څلور کسان دغو غرونو کې مړه شوي دي.
