برتانیا په پام کې لري چې د بې سنده کسانو په ګډون ټولو مهاجرو ته د کورونا ویروس ضد وړیا واکسین برابر کړي. تېره دوشنبه د برتانیا حکومت وویل چې د واکسین پر مهال د مهاجرو قانوني وضعیت نه څېړل کېږي.
تېره دوشنبه د فبرورۍ ۷مه د برتانیا حکومت ویاند وویل چې د بې سنده خلکو په ګډون ټولو هغو کسانو ته د کورونا ویروس ضد وړیا واکسین برابروي چې په دغه هیواد کې اوسېږي.
نوموړي زیاته کړه: «هغو کسانو چې د عمومي ډاکټرانو په معاینه خونو کې یې نوم لیکنه کړې ډېر ژر ورسره تماس نیول کېږي. موږ له خپلو ملګرو او سازمانونو سره یو ځای هڅه کوي چې له هغو کسانو سره تماس ونیسو چې شخصی معاینه خونو کې یې نوم لیکنه نه ده کړې.»
که څه هم د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د هغو کسانو معلوماتو ته لاسرسی لري چې شخصي معاینه خونو کې یې نوم لیکنه کړې خو دغه وزارت د برتانیا روغتیایي چارواکو ته ویلي چې د واکسین د تطبیقولو پر مهال دې د مهاجرو اداري وضعیت له څېړنې څخه ډډه وکړي.
تر دې دمه برتانیا کې د کورونا ویروس له امله تر ۱۱۲ زره ډېر کسان مړه شوي دي. که څه هم د نوي میلادي کال راهیسې دغه هیواد کې د واکسین لړۍ پیل شوې ده، خو چارواکي اندېښنې ښيي چې ممکن ځینې کسان له واکسین څخه بې برخې پاتې شي. رسنیو ته د ورکړل شویو شمېرو له مخې برتانیا کې د بې سنده مهاجرو شمېر ۱،۳ میلیون کسانو ته رسېږي.