الپ غرونه، مون ژنېور کوتل. انځور: مهدي شبیل
الپ غرونه، مون ژنېور کوتل. انځور: مهدي شبیل

بریانسون ښار کې د مهاجرو مدافع ټولنه رفیوج سولیدېر وایي په تېرو څو وختونو کې بوډا کسان چې ډېری یې افغانان دي د الپ غرونو له لارې فرانسې ته د رسېدو لپاره هڅې کوي. څو اونۍ مخکې یوې ۸۰ کلنې ایرانۍ او دوو افغانانو د همدې لارې فرانسې ته ځان رسولی و.

رفیوج سولیدېر ټولنه کې دمګړۍ نږدې ۷۰ مهاجر اوسېږي. د دغو کسانو په ډله کې افغانان، ایرانیان، د مالي او ساحل عاج اوسېدونکي، کامرونیان او مراکشیان شامل دي. د رفیوج په طعام خانه کې ماشومان، کم سنه مهاجر او مېندوارې ښځې هم لیدل کېږي.

د رفیوج سولیدېر مسولانو په حواله په تېرو څو وختونو کې بوډا کسان هم د الپ غرونو له لارې دغه ښار ته د رسېدو لپاره هڅې کوي. د رفیوج سولیدېر غړی فیلیپ ویون کډوال نیوز ته وایي: «دا بالکل نوې خبره ده. لږ مخکې د یوې افغانې کورنۍ ټول غړي دلته اوسېدله: مور او پلار، ماشومان، ۷۲ کلنه نیا او ۷۷ کلن نیکه. دوی د الپ له لارې فرانسې ته رسېدلي وو.»

د رفیوج سولیدېر غړې کاترین کلېمانسو وایي: «تر دې دمخه یوازې کم سنه مهاجر او مېندوارې ښځې له غرونو څخه تېرېدل. خو د ژمي له پیل راهیسې بوډا کسان هم دغه لاره کاروي. موږ اوس باید دغو زیان منونکو مهاجرو ته هم رسیدګي وکړو.»

بیا ولولئ: د فرانسې او ایټالیا پر غرنیزه پوله ۱۱ افغان ژغورل شوي

هغه اتیا کلنه ایرانۍ چې له الپ غرونو څخه تېره شوې

د نړۍ ډاکټرانو سازمان غړی الفرید سپیرا چې مون ژنېور سیمه کې ګزمه کوي وایي له یوې ۸۰ کلنې ایرانۍ سره مخ شوی چې له الپ غرونو له لارې فرانسې ته راغلې وه.

هغه زیاتوي: «نږدې یوه میاشت کېږي. پولیسو ۱۰ مهاجر نیولي وو او پوستې ته یې انتقال کړي وو. د دغو کسانو په ډله کې یوه ۸۰ کلنه ښځه هم وه. شوک یې لیدلی و. پولیسو ته مې وویل چې روغتیایي حالت یې ښه نه دی. خو ما ته یې اجازه را نه کړه چې ورسره طبي مرسته وکړم. لږ وروسته خبر شوم چې نوموړې له نور مهاجرو سره ایټالیا ته اخراج شوې، خو یو ځل بیا یې له الپ غرونو د تېرېدو لپاره هڅه کړې.»

الفرید سپیرا یوه ورځ وروسته بریانسون ښار کې له دغې ۸۰ کلنې ښځې سره مخ شو. هغه وایي: «روغتیایي وضعیت یې ښه و. موږ ته یې وویل چې د خپلې لکړې په مرسته له الپ څخه تېره شوې. مېړه یې هم ورسره و.»

بیا ولولئ: د الپ له واورو ډک غرونه: کډوال په خورا سختو شرایطو کې له ایټالیا څخه فرانسې ته ځان رسوي

هغه پنځوس کلن مهاجر چې بېرته ایټالیا ته ولاړ

کامرونی مهاجر پل چې لږ مخکې رفیوج سولیدېر ته رسېدلی وایي چې یوه پنځوس کلن مهاجر هم غوښتل چې د الپ غرونو له لارې فرانسې ته راشي. هغه زیاتوي: «خو غرونو کې تر ۳۰ دقیقو پیاده مزل وروسته ایټالیا ته ور وګرځېد. موږ ته یې وویل چې واوره کې پیاده مزل سخت کار دی.»

د رفیوج سولیدېر د شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کې نږدې ۱۰۰۰ افغانان، ۵۰۰ ایرانیان، ۲۷۰ مراکشیان، ۶۰ ګینیان او ۶۰ ګامبیایان د دغې ټولنې استوګنځي ته راغلي دي.

 

نورې ليکنې