،داوود له خپلې ښځې انیسه او له خپلو دوو لورو یسرا، فرشتې او د فرشتې مېړه سره. بریانسون، رفیوج سولیدېر، انځور: مهدي شبیل
،داوود له خپلې ښځې انیسه او له خپلو دوو لورو یسرا، فرشتې او د فرشتې مېړه سره. بریانسون، رفیوج سولیدېر، انځور: مهدي شبیل

د تېر کال له اکټوبر میاشتې راهیسې ګڼې افغانې کورنۍ هڅه کوي چې د الپ غرونو له لارې له ایټالیا څخه فرانسې ته ځان ورسوي. کډوال نیوز د فرانسې په بریانسون سرحدي ښار کې له یوې افغانې کورنۍ سره مرکه کړې ده.

دوه ښځې، دوه ماشومان، ۱۸ کلنه لور او مېړه یې: دا د افغان کډوال داوود کورنۍ ده. دغه افغانه کورنۍ د افغانستان د هرات ولایت دی. دوی چې له درېو شپو راهیسې د رفیوج سولیدېر مرکز کې اوسېږي وایي اوس یې اندېښنه تر یوه حده کمه شوې ده. دغې کورنۍ تر دوو کلونو سفر وروسته بالاخره ځان د فرانسې بریانسون ښار ته رسولی دی.

د داوود ښځه ۴۱ کلن انیسه وایي چې دوی اروپا ته د رسېدو لپاره له ایران، ترکیې، یونان، مقدونیې، صربیا، بوسنیا، کروشیا، سلوانیا، او ایټالیا څخه تېر شوي دي.

یسرا څلور کلنه ده. انځور: مهدي شبیل
یسرا څلور کلنه ده. انځور: مهدي شبیل

«له غرونو تېرېدل موږ ته اسان ښکارېدل»

د داوود او انیسې ۱۸ کلنه لور فرشته او مېړه یې ۲۰ کلن بشیر وایي چې د مهاجرت پر لاره یې دومره سختۍ لیدلې چې د الپ غرونو څخه تېرېدل ورته اسان ښکارېدل. په وینا یې: «درنه واوره ورېده خو موږ جمپرونه درلودل. نږدې دوه ساعتونه مو د جي پي اس لوکېشن په مرسته پیاده مزل وکړ. بیا فرانسوي ګزمه کوونکو وموندلو او بریانسون ته یې انتقال کړو.»

دوی زیاتوي: «هوا یخه وه خو دغه لاره تر کروشیا اسانه وه. هلته مو ۲۰ ځله له پولې څخه د تېرېدو لپاره هڅې وکړې. خو هر ځل پولیسو ونیولو او بوسنیا ته یې اخراج کړو.»

داوود او انیسې د دغو خبرو په تاییدولو سره وایي چې کروشیایي پولیسو یې ۴ موبایلونه او ۱۰۰۰ یورو نیولې او ورسره یې ناسم چلن کړی دی. داوود زیاتوي: «کروشیا مو د سفر تر ټولو سخته برخه وه.»

د الپ غرونه. کرېډېټ: مهدي شبیل
د الپ غرونه. کرېډېټ: مهدي شبیل

«د سازمانونو له مرستې منندوی یو»

خو د مهاجرو د مدافع بنسټونو له مرستې پرته د الپ لاره اسانه نه وای. دغه کورنۍ وایي چې ایټالیا کې د رفیوج په نامه سازمان ورته ګرمې جامې او د واورې بوټان ورکړي وو. د همدې کبله دوی په غرونو کې له کومې ځانګړې ستونزې سره مخ شوي نه دي.

د انیسې په وینا: «ایټالیا او فرانسه کې سازمانونو موږ سره ډېرې مرستې وکړې. د ایټالیا اولکس ښار کې یې موږ ته جامې ورکړلې. غرونو کې بیا فرانسوي ګزمه کوونکو وموندلو او دغه مرکز ته یې انتقال کړو. له مرستې یې منندوی یو.» دوی زیاتوي چې رفیوج سولیدېر مرکز کې ځان راحت احساسوي.

رفیوج سولیدېر حویلي کې مهاجر لوبه کوي. انځور: مهدي
رفیوج سولیدېر حویلي کې مهاجر لوبه کوي. انځور: مهدي

وروستی مقصد: جرمني

خو دغه افغانه کورنۍ نه غواړي چې په فرانسه کې پاتې شي. داوود وایي چې د اورګاډي تکټونه یې اخیستلي او د شپې مهال به جرمني ته ځي. په خبره یې: «هلته مې زوی ژوند کوي. هغه پناه غوښتونکی دی او هامبورګ کې اوسېږي.»

نوموړی زیاتوي که څه هم اوس اروپایي ټولنې ته رسېدلی خو لږ تشویش لري: «وېره لرم چې پولیس یو ځل بیا موږ ونیسي. نه غواړو چې بېرته ایټالیا ته ولاړ شو.» داوود او انیسې هیله لري چې وړوکي ماشومان یې جرمني کې لوی شي.

 

نورې ليکنې