مون ژنېو کوتل. انځور: مهدی شبیل
مون ژنېو کوتل. انځور: مهدی شبیل

د تېر کال له اکټوبر میاشتې راهیسې ګڼې افغانې کورنۍ هڅه کوي چې د الپ غرونو له لارې له ایټالیا څخه فرانسې ته ځان ورسوي. کډوال نیوز د فرانسې په بریانسون سرحدي ښار کې له یوې مېندوارې افغانې ښځې سره مرکه کړې ده.

تازه ګل ۳۷ کلنه افغانه ښځه ده چې له درېو ورځو راهیسې د فرانسې د سرحدي بریانسون ښار په رفیوج سولیدېر مرکز کې اوسېږي. د میلاد په نامه ۱۳ کلن زوی یې هم ورسره دی.

تازه ګل چې له ۸ نیمو کلونو راهیسې مهاجره ده وایي د ایټالیا له الکس ښار څخه یې د الپ غرونو له لارې فرانسې ته ځان رسولی دی. نوموړې مېندواره ده او اټکل دی چې لور یې دوه میاشتې وروسته وزېږېږي.

هغه وایي: «درې شپې کېږي چې دغه مرکز کې یو. د شپې په ۸ بجو مو سفر پیل کړ. ما سره یوه افغانه کورنۍ هم وه چې کروشیا کې ورسره اشنا شوې وم. نږدې دوه ساعته مې واورو کې پیاده مزل وکړ. بیا فرانسوي ګزمه کوونکو وموندلو او بریانسون ته انتقال کړو.»

بیا ولولئ: د الپ له واورو ډک غرونه: کډوال په خورا سختو شرایطو کې له ایټالیا څخه فرانسې ته ځان رسوي

«ډېر استرس لرم»

تازه ګل نږدې نهه کاله مخکې له افغانستانه وتلې ده. نوموړې ۷ کاله د ایران په تربت جام کې د صفاکارې په توګه کار کړی او بیا یې اروپا پر لور خپل سفر پیل کړی دی.

دغه افغانه ښځه وایي چې د سفر تر ټولو سخته او تریخه برخه یې کروشیا کې تېره شوې ده. په وینا یې: «بوسنیا کې له یوې افغانې کورنۍ سره اشنا شوم. د همدغې کورنۍ سره یو ځای مې ۲۰ ځله د کروشیا له پولې څخه د تېرېدو هڅې وکړې. خو هڅې مو ناکامې شوې. کروشیایي پولیسو ونیولو او بوسنیا ته یې اخراج کړو.»

بیا ولولئ: د فرانسې او ایټالیا ترمنځ پوله: بوډا کسان له الپ غرونو د تېرېدو زیار باسي

اوس چې نوموړې فرانسې ته رسېدلې وایي چې لا هم استرس لري. هغه زیاتوي: «له پولیسو څخه وېره لرم. نه غواړم چې بېرته شاته ور وګرځم.»

«هیله لرم چې ماشوم مې امن هیواد کې وزېږېږي»

تازه ګل په پام کې لري چې له افغانې کورنۍ سره یو ځای جرمني ته ولاړه شي. هغه وایي چې د اورګاډي تکتونه یې اخیستلي دي او د شپې مهال به جرمني ته سفر کوي.

دغه افغانه ښځه هیله لري چې جرمني کې درس ووایي او خپل نوی ژوند پیل کړي. په وینا یې: «تر ټولو لویه هیله مې دا ده چې ماشوم مې امن هیواد کې وزېږېږي. غواړم چې زوی مې میلاد جرمني کې لوی شي او همهلته درس ووایي. د خپلو ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره مې مهاجرت کړی دی.»

 

نورې ليکنې

Webpack App