کابل کې بې ځایه شوې کورنۍ مرستو ته انتظار باسي، کال ۱۳۸۷. کریډټ: حفیظ احمد میاخیل
کابل کې بې ځایه شوې کورنۍ مرستو ته انتظار باسي، کال ۱۳۸۷. کریډټ: حفیظ احمد میاخیل

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په تیرو ۲۰ کلونو کې د افغانانو د کډوالۍ، بې ځایه کیدنې او نورو ناخوالو اصلي لامل طالبان بولي. یاد وزارت وايي چې په نړۍ کې له ۶ میلیونو څخه ډیر افغان کډوال میشت دي.

د کډوالو او راستیندونکو چارو وزیر نور رحمان اخلاقي چې د تیرې سه شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۹ یوې مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولي وویل چې له ۶ میلیون او ۶۰۰ زرو څخه ډیر افغان د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې میشت دي چې له دې ډلې نږدې درې میلیونه يي په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.

د کډوالو او راستنیدونکو چار وزیر په کابل کې خبریالانو ته وویل:« مونږ په تیرو ۲۰ کلونو کې چې هرډول بې ځایه کیدنه، کډوالي او یا نوره بدبختي لرو، اساسي عامل يي طالبان دي. طبیعي پیښې هم یو عامل کیدای شي خو ستر لامل يي طالبان دي.»

د کورنیو بې ځایه شویو په اړه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وايي چې روان لمریز کال کې په ټول افغانستان کې ۷۶ زره کورنۍ له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوې دي.

یاد وزارت همدارنګه وویل چې له دغو بې ځایه شویو سره د ژمنیو مرستو لړۍ داوم لري چې تر دې مهاله ۳۵ سلنو سره يي بشري مرستې شوي.

د یونان له ټاپوګانو څخه ښارونو ته د افغانان د لیږد غوښتنه

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر په یونان کې د میشتو افغان کډوالو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وویل په دغه هیواد کې اوسمهال ۴۵ زرو څخه ډیر افغانان د کډوالۍ سختې شپې او ورځې سبا کوي.

نوموړی وویل چې د یونان د کډوالو په کمپ کې د اورلګیدنې وروسته افغانستان په دغه برخه کې ۶۰۰ زره یورو مرسته وکړه. هغه زیاته کړه چې دا د دې ښودنه کوي چې مونږ د خپلو افغانانو په فکر کې یو.

نور ولولئ: یونان: تر راتلونکي اوړي پورې به لېسبوس ټاپو کې د مهاجرو نوی کمپ جوړ شي

نور محمد اخلاقي وویل : « له یونان څخه په مکرر ډول زمونږ غوښتنه داده چې له ټاپوګانو څخه ښارونو ته د افغانانو د لیږد پروسې ته رسیدنه وشي او همدارنګه د دوې د پناه غوښتنې پروسه دې چټکه شي.»

له اروپايي هیوادونو څخه د افغانانو د اخراج په اړه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وویل چې په ۲۰۲۰ کال کې ۲۵۹ تنه افغانان او روان کال کې تر دې مهاله ۲۹ تنه له اروپايي هیوادونو اخراج شوي.

نوموړي وویل چې له یو شمیر اروپايي هیوادونو سره له وړاندې په دې برخه کې تفاهمنامې لاسلیک شوي چې ځینې دغه تفاهمنامې له سره کتنې ته اړتیا لري.

 د نور محمد اخلاقي په خبره له ترکیي څخه هره ورځ له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ افغانان وروسته له هغه چې د ترکیې پولیسو تر کنترول لاندې راځي، خپل هیواد ته ستنیږي. هغه وايي چې په دې برخه کې له دغه هیواد سره کومه هوکړه نشته خو مونږ هڅه کوو چې یوې هوکړې ته ورسیږو.

«شاوخوا ۸۵۰ زره افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي»

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر په مطبوعاتي کنفرانس کې خبریالانو ته څرګنده کړه چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې شاوخوا ۸۵۰ زره تنه افغانان بیرته افغانستان ته راستانه شوي چې له دې ډلې ډیره برخه يي له ګاونډیو هیوادونه څخه راستانه شوي.

نور محمد اخلاقي وویل: « په ۱۳۹۹ کال کې د دغو راستنیدونکو له ډلې، ۸۳۱ زره ۶۹۶ تنه له ایران، ۸۲۲۳ ته له پاکستان، ۱۱۹۰۰ تنه له ترکیې او پاتې نور له نورو هیوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي.»

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې ملګري ملتونو اټکل کړی و چې شاوخوا ۱۶ میلیونه افغانان به په ۲۰۲۱ کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

 

نورې ليکنې