د بامف ادارې ۲۴ سلنه د پڼاه غوښتنې د دوسيو فيصله کوونکي همکاران د کډوالۍ شاليد لري | Photo : Picture-alliance/dpa/D.Karmann
د بامف ادارې ۲۴ سلنه د پڼاه غوښتنې د دوسيو فيصله کوونکي همکاران د کډوالۍ شاليد لري | Photo : Picture-alliance/dpa/D.Karmann

د مهاجرت او پناه غوښتنې له پاره د آلمان په فدرالي اداره بامف کي په ۱۳ قضیو کې له تبعيضي چلند او توکمپالني څخه ډکو څرګندونو پر وړاندې شکايتونه ثبت شوي.

د آلمان د مهاجرت (بامف) په اداره کي د ۲۰۱۸ کال له وروستو راهیسې دوه څانګې فعالې دي چې د دغي ادارې د داخلي چارو شکايتونه ثبتوي. د دغې څانګې له پیل راهیسې ۱۳ داسي شکايتونه ثبت شوي چي د توکمپالني څخه ډکو څرګندونو او د تبعيض په تړاو دي.

ياد شکايتونه پخپله د بامف د ادارې د کارکوونکو له خوا شوي او په اړونده څانګو کي ثبت شوي. دا معلومات د آلمان د حکومت په هغه جواب کي راغلي دي چي د آلمان په مرکزي پارلمان بُندستاګ کي د کيڼ ګوند د يو سوال په ترڅ کي ورکول سوی دی. د دغه جواب متن د آلمان خبري آژانس ته هم رسېدلی دی. 

په جواب کي راغلي چي په دوو مواردو کي د بامف پر کارکوونکو د «ښې اړخيتوب تمايل لرلو» تور لګول سوی دی. په ۲۰۱۹ کال د يو بل شکايت په ترڅ کي د «ديني ليدلوري له کبله د تبعيض» تور لګول سوی دی. 

د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي يادي ادعا سوي قضيې د پناه غوښتونکو د مرکې پر وخت نه دي رامنځ ته سوي بلکه د پناه غوښتنې د مرکې څخه دباندي د بامف د همکارانو تر خپل منځ پيښي سوي دي. 

د آلمان د حکومت له خوا د اپوزيسيون د ياد ګوند د سوال په جواب کي زياته سوې چي لس داسي شکايتونه درج سوي دي چي «د کار په ځای کي د جنسي زهيرونې او موبينګ» سره تړلي دي. زياته سوې چي د دغو قضيو د «مفصل څېړلو» پر وخت په ۹ مواردو کي روښانه سوې چي اصلي ستونزه د «انسانانو د خپلمنځي اړيکو تحرکات» ول. 

په پارلمان کي د کيڼ ګوند د فراکسيون له پاره د کورنيو چارو د سياست وياندي، اولا يېلپکه ويلي دي چي د ادارو په ورځني کار کي «نه يوازي دا چي د توکمپال چلن پر ضد اقدام نه کيږي بلکه هغه څوک چي د تبعيضي چلن په تړاو معلومات وړاندي کوي هغوی تر تحقير لاندي راځي». د هغې په وينا د يادي قضيې په تړاو معلومات پخپله د بامف ادارې د همکارانو له لاري په محرمانه توګه رسيدلي دي. هغې زياته کړې: «زه د بامف پر مشرتابه ږغ کوم چي دغه معلومات جدي ونيسي او ژر تر ژره اقدام وکړي.»

د بامف اداره په ۶۳ بيلو دفاترو کي تر ۸۱۰۰ څخه زيات همکاران لري. په دغه اداره کي د هغو کارکوونکو شمير ۲۴ فيصده دی چي د کډوالۍ شاليد لري او په دغه اداره کي د پناه غوښتني پر دوسيو فيصله کوي. په دې توګه نو د ټول آلمان په ټولو دولتي ادارو کي د بهرني شاليد لرونکو کارکوونکو د فيصدۍ په پرتله د بامف ياده فيصدي تقريبا دوه چنده جګه ده.

 د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په وينا په دې هکله واحده او ټاکل سوې لاره نسته چي د پناه غوښتني د دوسيو پر فيصله کوونکو د خپلو همکارانو له لوري د توکمپالنې د تور لګېدو وروسته تعريف سوی چلن ورسره وسي. د وزارت په وينا د بامف اداره په مشخصه توګه د مشخصي قضيې څېړنه کوي او بيا په مشخصه توګه د غبرګون پر اقدام فيصله کوي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې