Crédit : REUTERS/Yves Herman
Crédit : REUTERS/Yves Herman

د اروپايي اتحاديې د کميسيون په يو داخلي وړانديز کي سپارښتنه شوې غړي هیوادونه باید په اخراج مکلف مهاجر لا چټک اخراج کړي.

د کميسيون له خوا د اروپايي اتحاديې و غړو هيوادونو ته وړانديز شوی چي هغه کسان دي لا ژر اخراج کړي چي د پناه ترلاسه کولو چانسونه نه لري. دا وړانديز د يو داخلي سند له پاره په مسوده کي راغلی دی. کميسيون په دغه وړانديز ليک کي ويلي چي و خپلو اصلي هيوادونو ته د دغو کسانو اخراج بايد رضاکارانه وي. ياد سند ته د چهارشنبې په ورځ د د فبرورۍ په ۱۰مه رويترز خبري آژانس لاسرسۍ موندلی.

د اروپايي اتحاديې د کميسيون د ياد وړانديز مقصد دا بلل سوی دی چي مهاجر چي په اروپا کي د پناه ترلاسه کولو چانسونه نه لري، ورته په خپل هيواد کي په چټکۍ د مدغم کيدو کي مرسته وسي. په مسوده کي داسي اصول په پام کي نيول سوي چي هغه غړي هيوادونه جريمه کړل سي، کوم چي د اخراج اصلو نه عملي کوي. په دغه سند کي راغلي چي کميسيون غواړي چي د بېرته لېږدونو (اخراج) په تړاو د اروپايي اتحاديې نظام مشترک وي. 

د اروپايي اتحاديې د کميسيون ياده مسوده پر ۱۲ پاڼو مشتمله ده او د چهارشنبې په ورځ و غړو هيوادونو ته لېږدول سوې ده. د دغې مسودې په تړاو د تير کال په سپتمبر مياشته کي پرېکړه سوې وه او په پام کي نيول سوې وه چي مقصد به يې د مهاجرت په تړاو پر اصولو له سره کتنه وه. مخکني اصول په تيرو وختونو کي د ټولو غړو هيوادونو له خوا په هغه توګه نه عملي کيدل لکه چي ورته اړتيا يې ليدل کيدله. 

د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر منځ له زيات وخت راهيسي پر دغه موضوع اختلاف نظر موجود دی چي کوم هيواد کوم شمير هغه مهاجر بايد ومني چي په مديترانه کي ژغورل کيږي. اکثريت دا هغه مهاجر دي چي له منځني ختيځ او افريقا څخه د اوبو له لاري اروپا ته د رسېدلو کوښښ کوي خو زيات وختونه د زړو او سفر له پاره ناوړه يا تر اندازې ډکو کښتيو له کبله په سمندر کي د اضطراري حالت سره مخامخ کيږي. په زياته ايټاليا، هسپانيه او يونان د زيات شمير کښتيو له مهاجرو د ننګوني سره مخامخ دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې