د بخښنې نړیوال سازمان چارواکو ویلي چې د افغان او پاکستاني کډوالو یوه ډله د کروشیا پولیسو لخوا زورول شوی. انځور: د ډنمارک د کډوالو اداره
د بخښنې نړیوال سازمان چارواکو ویلي چې د افغان او پاکستاني کډوالو یوه ډله د کروشیا پولیسو لخوا زورول شوی. انځور: د ډنمارک د کډوالو اداره

د ملګرو متلونو د کډوالۍ نړیواله اداره (IOM) له اروپايي ټولنې او غړو هیوادونو يي غواړي چې پر خپلو ځمکني او سمندري پولو کې د کډوالو، په ځانګړي ډول د ماشومانو پر وړاندې د فشارونو، اخراج او تاوتریخوالو د درلو په اړه عاجل اقدام وکړي.

یاده اداره د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۰ مه د یوې مطبوعاتي خبر پاڼې په خپرولو وویل چې په دې برخه کې يي داسې مستند راپورونه ترلاسه کړي چې له نړیوالو بشري حقونو، کنوانسیونونو او د اروپايي کنوانسیون له بشري حقونو څخه د سرغړونې ښودنه کوي. یاده اداره وايي چې له کډوالو سره يي د مستقیمو اړیکو له لارې او له یو شمیر نادولتي ادارو څخه يي داسې شواهد او تصویرونو موندلی چې د یو شمیر اروپايي ځواکونو له وحشته ډک عمل ښودنه کوي.

د IOM د دفتر رییس یوجینو امبروسي د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۰ وویل : « د ملکيانو پر وړاندې د ډیر زور او تاوترخوالو څخه ګټه اخیستل د توجیه وړ نه دی.» نوموړی وايي چې پر پولو د دولتونو حاکمیت او کنټرول باید د نړیوالو قوانینو سره سم وي او بشري حقونو ته په کې درناوی وشي.

IOM د کډوالو شاته وهل او ډله ایز اخراج، له نړیوالو او اروپايي قوانینو څخه سرغړونه بولي او په هره پوله کې دا ډول عمل په کلکو ټکو غندي.

خبر پاڼه زیاتوي چې په دې وروستو کې د کډوالو په وړاندې د تاوتریخوالو او زورونو په اړه د یو شمیر اروپايي دولتونو او ادارو لخوا د تحقیقاتو د پیلولو هر کلی کوي او ټینګار کوي چې باید په دې برخه کې د دولتونو لخوا لازم ګامونه پورته شي.

د کډوالو نړیواله اداره همدارنګه د اروپايي کمیسیون لخوا د پولو د کنټرول نوي میکانیزم د جوړولو څخه چې اوس د غړو هیوادونو ترمنځ پرې خبرې روانې دي هرکلی کوي.

خبر پاڼه کې راغلي چې د اروپايي هیوادونو په بهرنیو پولو کې د کډوالو بد حالت ته په پام سره اړتیا ده چې اروپايي هیوادونه دې د کډوالۍ په اړه خپل سیاستونه بدل کړي.

 

نورې ليکنې