له تېر کال راهیسې زیات شمېر مهاجر، چې ډېری یې افغانان دي، فرانسې ته د رسېدو په موخه د شپې له خوا له الپ غرونو څخه د تېرېدو لپاره هڅې کوي. کډوال نیوز د فبرورۍ پر ۵مه دغې سرحدي سیمې ته ورغلی و.
که څه هم د شپې مهال د واورو او یخې هوا له امله له دغو غرونو څخه تېرېدل سخت دي، خو مهاجر د فرانسې د سرحدي پولیسو له وېرې خپل ژوند په خطر کې اچوي.
بیا ولولئ: د الپ له واورو ډک غرونه: کډوال په خورا سختو شرایطو له ایټالیا څخه فرانسې ته ځان رسوي