پاریس او شاوخوا سیمو کې د ژمي سړې هوا په راتګ سره د بې کوره کسانو لپاره د استوګنځایونو د برابرولو په موخه دولت یو نو پلان جوړ کړی چې له امله يي هغو خلکو لپاره چې د سړک پر غاړه وخت تیروي سرپناه برابر کړي.
د پاریس په شاوخوا سیمو کې د ایل دو فرانس پروفکتور د چهارشنې په ورځ د فبرورۍ په ۱۰ د « سړې هوا» په نوم یو پلان اعلان کړ. د پروفکتور دفتر په خپله یوه بیانیه کې ویلي:« د هوا تودوخې د ټیټې درجې او د واورې وریدنې له امله مونږ په پاریس او شاوخوا سیمو کې د سړک غاړې خلکو څخه ملاتړ کوو.»
له تیرې دوشنبې را هیسې د دولت لخوا ۹۳۸ نوي ځایونه چې یوازې ۶۱۴ يي په پاریس کې دي پر بې کوره کسانو ویشل شوي دي.
د پاریس ښاروالی وايي د ددغه ښار په ۲۰ ناحیه کې د ۵۰ کسانو لپاره یو جمنازیم ، په دریمه ناحیه کې د میرمنو لپاره یوه ځانګړې استوګنځای او همدارنګه په څلورمه ناحیه کې د ښاروالۍ په زړه ودانۍ کې د هرکلي یو مرکز چې د ۳۰ تنو د اوسید ظرفیت لري د بې سرپناه کډوالو لپاره ځانګړي شوي دي.
د دې ترڅنګ د بې سرپناه کډوالو سره د مرستو لپاره یو شمیر انجمنونه هم په پاریس او شاوخوا سیمو کې په سیار ډول له دولت سره کار کوي تر څو د سړک غاړې خلکو ته کورونه برابر کړي.
پاریس کې لاهم یو شمیر کډوالې کورنۍ او ماشومان د سړک پر غاړه وخت تیروي
د کډوالۍ ملاتړ ادارې له ډیرې مودې راهیسې په پاریس کې د کډوالو د سرپناه ستونزې په اړه اندیښمن دي. د اتوپیا ۵۶ نادولتي انجمن وايي چې لاهم د ۱۵ کورنیو په ګډون ۱۵۰ تنه کډوال په پاریس کې بې کوره دي.
بې سرپناه کډوالو لپاره د دولت د دغه اقدام په اړه د « یوتوپیا ۵۶» له انجمن څخه یان مانزي وايي:« وضعیت د ښه کیدو پر مخ روان دی خو دا بسنه نه کوي او د کار پیل دی.»
نور ولولئ: پاریس: د کم عمره کډوالو د استوګنې لومړنی مرکز پرانیستل شو
د یوتوپيا ۵۶ انجمن د یو راپور پر اساس چې د چهار شنبې په ورځ نشر شوی، ۱۵۰ تنه کم عمره کډوال چې د خپل عمر د دتثبیت پروسې لپاره انتظار باسي، سرپناه نه لري. د دې ترڅنګ ۱۵ نورې کورنۍ په پاریس کې له سرپناه پرته ژوند تیروي.
له یاد انجمن څخه کریل توریلا وايي:« موخه داده چې د دولتي ادارو لخوا د بې سرپناه کډوالو ملاتړ وشي.» د نوموړې په خبره د یوتوپیا کارکوونکي د چهار شنبې په ورځ د پاریس له بیلابیلو سیمو لیدنه کړې او د بې سرپناه کډوالو د وضعیت په اړه يي راپور ورکړی.
کریل توریلا زیاتوي: « د سړې هوا او د پولیسو د فشار له امله زیاتره بې سرپناه کډوالو ته لاسرسۍ ګران دی نو ځکه په دې اړه کره شمیرې نشته.» نوموړې د خپلو خبرو په دوام وايي ځینې بیا د سړې هوا له امله د سړکونو پر غاړه نه وي او له خپلو دوستانو سره وخت تیروي نو له همدې امله د دوې موندل ګران دی.